د تېر جمهوري نظام د ولسمشر د لومړي مرستیال، امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر اعلان وکړ چې د دوشنبې په ورځ یې د غور ولایت په مرکز فېروزکوه ښار کې د طالبانو د جلب او جذب پر مرکز برید کړی دی.
زرغون بهیر ویلي، ځواکونو یې د طالب وسلهوالو د مرکزي دفتر په ودانۍ کې چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړي وو او بیا یې چاودنه ورکړې ده.
د یاد بهیر په خبرپاڼه کې ویل شوي: “د زرغون لوا جنګیالیو چې ځانګړي مهارتونه یې درلودل د غور ولایت په فېروزکوه ښار کې د طالبانو د جلب او جذب په قوماندانۍ کې حساس مواد ځای پرځای کړي وو چې چاودنه یې وکړه.”
ورته مهال سیمهییزو سرچینو هم په فېروزکوه کې چاودنه تایید کړه او وايي، په ښار کې د چاودنې غږ اوریدل شوی.
په ورته وخت کې دې سرچینو د زیان یا احتمالي مرګ ژوبلې په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
زرغون بهیر وویل چې د طالبانو د مرګژوبلې دقیق شمېر لا تر اوسه نهشته، خو ټینګار یې کړی چې دوی به د افغانستان تر ازادۍ خپلې هڅې روانې ساتي.
دا لومړی ځل دی چې زرغون بهیر په خپلواکه توګه او له خپل رسمي ادرس څخه د طالبانو پر ضد د برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
له دې وړاندې یاد بهیر په مستقیم ډول د طالبانو پر ضد د پوځي عملیاتو راپور نه دی ورکړی.
طالبانو تراوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.