طالبان وايي، په افغانستان کې د ښځو حقوق تامین دي او دوی د غربي ارزښتونو تر اغېز لاندې فرمایشونه نه مني.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد یادې څرګندونې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو د وزیرانو غونډې وروستۍ اعلامیې ته په غبرګون کې وکړې.
مجاهد وویل، دوی د داسې سازمانونو فرمایشونه نهمني چې د غربي ارزښتونو تر اغېز لاندې دي.
مجاهد د طالبانو تر کنټرول لاندې له ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل: “په افغانستان کې د ښځو حقوق تامین دي. دغه سازمان له ځان سره اسلامي نوم لري او باید پوه شي چې په شریعت کې د ښځو لپاره ټول پام کې نیول شوي حقوق هغوی ته ورکړل شوي دي.”
نوموړي زیاته کړه، طالبان هغه حقوق د ښځو لپاره د منلو وړ نهبولي چې له غربي کلتور څخه سرچینه اخلي او شرعي ستونزه لري.
هغه همدارنګه وویل، د دغې ډلې غړي دیني عالمان جوړوي او هغوی تر نورو ښه د ښځو له اسلامي حقونو څخه خبر دي.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو د وزیرانو د نهم کنفرانس په اعلامیه کې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار بندیز د اسلامي ارزښتونو خلاف وباله.
دغه کنفرانس “د ښځو ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ځواکمنول” تر شعار لاندې د چنګاښ په ۲۰مه او ۲۱مه په اسلاماباد کې ترسره شو.
ګډونوالو د اسلامي همکاریو سازمان منشور، د ښځو د پرمختګ لپاره د دغه سازمان کاري پلان او نورو اړوندو اسنادو ته په اشارې، د ښځو د حقونو پر تضمین او په ټولو ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي برخو کې د هغوی د مشارکت پر پراختیا ټینګار وکړ.
په اعلامیه کې راغلي، د اسلام لارښوونې او ارزښتونه د ښځو او نجونو د کرامت، حقونو، مشارکت او پرمختګ ملاتړ کوي او په کورنۍ او ټولنه کې د هغوی رول په رسمیت پېژني.
د ګډونوالو پلاویو وزیرانو او مشرانو د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره اعلان وکړ: “په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار د بندیزونو دوام له اسلامي ارزښتونو سره چې د ښځو او نجونو د کرامت، حقونو او پرمختګ ساتندوی دي، په ټکر کې دی.”
په اعلامیه کې ټینګار شوی، ښځې د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د نفوس نږدې نیمایي برخه جوړوي او د دوامدارې پراختیا، اقتصادي ودې، ټولنیز انسجام او سولې لپاره د هغوی بشپړ او اغېزناک مشارکت اړین دی.
افغانستان د اسلامي همکاریو سازمان د غړو په منځ کې یوازېنی هېواد دی چې ښځې او نجونې پهکې د زده کړې او کار له حقه محرومې دي. اسلامي هېوادونو په وار وار له طالبانو غوښتي چې د ښځو پر زده کړو او کار لګول شوي بندیزونه لغوه کړي، خو طالبان دا غوښتنې د شریعت خلاف بولي.