د طالبانو مشر د دوی تر کنټرول لاندې کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې څو په ټول افغانستان کې د ترافیکي پېښو عاملان ونیسي او د نورو څېړنو لپاره یې محکمو ته وروپېژني.
د هبتالله اخندزاده په فرمان کې راغلي، د اړوندو قضیو د څېړنې پرمهال باید د ترافیکي پېښو له امله د زیانمنو شویو کورنیو حقونو ته لومړیتوب ورکړل شي.
په فرمان کې همداراز د طالبانو تر کنټرول لاندې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته هم لارښوونه شوې چې په دې برخه کې د دوی له کورنیو چارو وزارت سره همکاري وکړي.
د هبتالله په فرمان زیاته شوې چې دغه حکم د ابلاغ له نېټې نافذ دی او په رسمي جریده کې به هم خپور شي.
د طالب مشر یاده لارښوونه داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې په ټول افغانستان کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې چې درانه مالي او ځاني زیانونه یې اړولي دي.
دغه راز د موټر چلوونکو بېاحتیاطي، د سړکونو خرابوالی، له ټاکلي سرعت څخه زیات موټر چلول او د ترافیکي قوانینو نه مراعات د دغو پېښو له مهمو لاملونو څخه بلل کېږي.