د افغان محصلانو ایستل؛ پاکستاني سیاستوال د پېښور محکمه کې شکایت ثبت کړی

2 Min Read

د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړی او د تحریک انصاف ګوند د لوړپوړو مشرانو له ډلې، اسد قیصر وايي چې د خپل هېواد د هغې پرېکړې پر ضد یې د پېښور په عالي محکمه کې شکایت کړی او دوسیه یې ثبت کړې چې له مخې یې د افغانستان د طب محصلان له پاکستانه ایستل کېږي.

هغه پر خپل فېسبوک پاڼه نن په یوه پیغام کې ویلي چې د هرې اړوندې ادارې او مرجع له لارې به د دغو محصلانو له حقونو دفاع وکړي او د هغوی غږ به تر نورو ورسوي.

قیصر همداراز ویلي چې دا موضوع به د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې هم مطرح کړي.

د پاکستان طبي او غاښونو طبي شورا په دې وروستیو کې امر کړی چې د دغه هېواد تعلیمي بنسټونه هغه افغان محصلان له خپلو پوهنتونونو وباسي چې د طب او غاښونو په برخو کې زده کړې کوي.

دغه سیاست اوس د عملي کېدو په حال کې دی او لږ تر لږه یوه پاکستانۍ طبي پوهنتون ۲۰ افغان محصلان له پوهنتونه ایستلي دي.

په افغانستان او پاکستان دواړو کې ګڼو کسانو له دې کړنلارې سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې افغان محصلان باید د سیاسي لوبو او له طالبانو سره د اسلام‌اباد د اختلافاتو قرباني نه شي.

اسد قیصر د پاکستان د طبي او غاښونو طبي شورا خبرتیا غندلې او د دې سیاست د لغوه کولو غوښتنه یې کړې ده.

هغه ویلي چې افغان محصلانو ته، چې اوس په زده کړو بوخت دي، باید فرصت ورکړل شي چې خپلې زده کړې بشپړې کړي.

دغه پاکستانی سیاستوال زیاتوي: په دې ډول د هغو افغان محصلانو ایستل چې په زده کړو بوخت دي، په بشپړه توګه خندونکی کار دی. تاسو د محصلانو له راتلونکي سره لوبې کوئ. د دولتونو ترمنځ اړیکې کله ناکله ښې او کله ناکله خرابېږي، خو هغه کرکه چې د خلکو په زړونو کې رامنځته کېږي، د اوږدې مودې لپاره پاتې کېږي.”

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply