امنیسټي انټرنېشنل یا د بخښنې نړیوال ویلي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په سویلي اسیا کې یوازېنی هېواد و چې تېر ۲۰۲۵م کال یې۶ کسان او همدارنګه ایران په ورته موده کې ۲۱۵۹ کسان اعدام کړي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، طالبانو ټول اعدامونه د کال په اوږدو کې په عام محضر کې ترسره کړي او یو کس ته د کفر په تور د مرګ سزا هم صادره شوې ده.
د وسلهوالو طالبانو لخوا د خپرو شویو راپورونو له مخې، یادې ډلې په افغانستان کې د خپلې بیا واکمنۍ په نږدې پنځو کلونو کې لږترلږه ۱۲کسان په فراه، لغمان، غزني، جوزجان، بادغیس، نیمروز او خوست ولایتونو کې د سلګونه کسانو په حضور کې اعدام کړي دي.
د ۱۹۹۰مې لسیزې په وروستیو کې د طالبانو د پخوانۍ واکمنۍ پرمهال هم علني اعدامونه او سنګسار د هغوی د حکومت له مهمو نښو څخه شمېرل کېدل.
د وسلهوالو طالبانو چارواکي اعدام ته د قصاص نوم ورکوي او وایي، د قصاص عملي کول د اسلامي شریعت پر بنسټ ترسره کېږي او دوی د دې سزاګانو عملي کول په افغانستان کې د درنو جرمونو او وژنو د مخنیوي لپاره اړین بولي.
ورته مهال د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، د اعدام د سزا د لغوه کولو نړیوال بهیر دوام لري او کله چې د بخښنې نړیوال سازمان په ۱۹۷۷م کال کې د اعدام پر وړاندي خپل فعالیت پیل کړ، یوازې ۱۶ هېوادونو دغه سزا لغوه کړې؛ خو اوس دغه شمېر ۱۱۳ هېوادونو ته رسېدلی دی.