سمېع یوسفزی: په بدخشان کې د طالبانو نفوذ او امنیتي وضعیت کمزوری شوی

3 Min Read

افغان خبریال، سمېع یوسفزی د خپلو باوري سرچینو پر مټ وايي، په بدخشان کې د طالبانو امنیتي وضعیت له ننګونو او په ځينو سیمو کې یې نفوذ کمزوری شوی دی.

هغه پر خپل ایکس لیکلي: “داسې راپورونه او ادعاوې شته چې په بدخشان کې د طالبانو امنیتي او اداري وضعیت له ځینو ننګونو سره مخ شوی او په ځینو سیمو کې یې نفوذ کمزوری شوی دی.”

هغه وویل، په ځينو سیمو کې له طالبانو نارضایتي هم رابرسېره شوې ده.

یوسفزي زیاته کړه: “د ځینو سیمو د خلکو ترمنځ د غیرمحلي طالب ځواکونو د حضور په اړه نارضایتي هم یادېږي، خو د دغو ادعاوو د کره‌والي په اړه لا هم خپلواک او باوري تایید ته اړتیا شته.”

ورته مهال په بدخشان کې له يفتل او زیباک ولسواليو وروسته، د بدخشان په درایم ولسوالۍ کې هم د وسله والو طالبانو پر ضد جګړه پيل شوې ده.

په درايم ولسوالۍ کې له تپه انتن سيمې څخه د طالبانو پر ولسوالۍ يا شهر صفا راکټي بریدونه کړي دي.

یوشمېر رسنیو ویلي، له راکټي بريدونو وروسته طالبانو هم ډزې پيل کړي، خو تر اوسه څرګنده نه‌ده، چې راکټونه په دقيق ډول پر کومو ځايونو لګېدلي او ايا دغو بريدونو کې مرګ‌ ژوبله او يا مالي زيان اوښتی او که نه.

رسنۍ وايي، مخالفانو پر هغې هیلیکوپټرې ډزې کړي چې دغلته یې طالب وسله وال ښکته کول.

د سيمې اوسېدونکو هم ویلي چې لا هم سيمه کې د ډزو غږونه اورېدل کېږي.

دغو سرچينو د احتمالي مرګ ژوبلې او يا اوښتو زيانونو په اړه نور جزیيات نه‌دي ورکړي.

طالبانو او د افغانستان د ازادۍ جبهې هم د دې خبر تر خپرېدو پورې د دغې پېښې په تړاو څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

ياده دې وي چې په بدخشان کې د ازادۍ جبهې او طالبانو ترمنځ نښتې د پنجشنبې په ورځ (د زمري لومړۍ) پیل شوي او د سرچینو په وینا، لا هم په وقفي ډول دوام لري.

يه بدخشان کې د وسله والو طالبانو او د دې ډلې د وسله والو مخالفانو تر منځ جګړه کې دواړه لوري يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

ا

ازادۍ جبهې ویلي چې په زیباک کې یې ۲۱ طالبان وژلي او ۳۷ یې ټپيان کړي او دغه راز د دوی یو سرتېری هم وژل شوی دی.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply