د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د ولسي جرګې غړې د خلیلزاد په حضور کې د طالبانو او سعودي کمپنۍ ترمنځ د نفت او ګازو د تړون لاسليک ته غبرګون وښود او ویې ویل چې خلیلزاد د افغانستان طبیعي زېرمې لوټوي.
هغې پر ایکس شبکه زلمب خلیلزاد تورن کړ چې د امریکا حکومت ته یې ناسم معلومات ورکړل او طالبان یې په افغانستان واکمن کړل.
کوفي وویل: “هغه له یوې ډلې سره مرسته وکړه چې بېرته واک ته ورسېږي، هغوی یې د «طالبان ۲.۰» په نوم ملاتړ او لابي کړل، د امریکا ادارې ته یې ناسم معلومات ورکړل، او اوس خپل نفوذ ناوړه کاروي څو زموږ د هېواد طبیعي زېرمې لوټ کړي. د هغه د مخنیوي یوازېنۍ لاره زموږ د هېواد د سیاسي وضعیت بدلون دی.”
فوزیې کوفي زیاته کړه، د افغانستان د طبیعي زېرمو د لوټلو مخه باید ونیول شي.
نوموړې زیاتو: “کېدای شي موږ په ډېرو مسایلو کې اختلاف ولرو، خو دا توان نه لرو چې زموږ د هېواد طبیعي زېرمې زموږ د سترګو پر وړاندې ولوټل شي.”
ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وروستۍ لیدنه د دغه هېواد د حکومت په استازیتوب نه ده ترسره شوې.
د وزارت یوه ویاند ویلي، خلیلزاد د امریکا د حکومت اوسنی کارکوونکی نه دی او په کابل کې یې وروستي فعالیتونه په شخصي ظرفیت ترسره کړي دي.
خلیلزاد په وروستیو ورځو کې کابل ته تللی او هلته یې د طالبانو له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره، چې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم پکې شامل دی، لیدلي دي.