ذبیح الله مجاهد: د مخالفو جبهو شتون د انکار وړ نه دی

2 Min Read
Zabihullah Mujahid, Taliban spokesperson, gestures during a press conference, following an escalation in cross-border tensions with Pakistan, in Kandahar, Afghanistan, February 27, 2026. REUTERS/Stringer

وسله والو طالبانو د افغانستان د تېر جمهوري نظام د لوړپوړي جنرال او د متحدې جبهې د مشر، سمیع سادات د پوځي عملیاتو د پیل په اړه غبرګون وښود او ویې ویل چې د مخالفو جبهو شتون د انکار وړ نه دی.

ذبیح الله مجاهد وايي: “شک نه شته چې دا ډول ډلې په ظاهري ډول شتون لري، ځکه دوی کمپونه لري، د استخباراتي ادارو لخوا ورته پیسې ورکول کېږي، له هېواده بهر ناست دي او ځانونه بېلابېلو جاسوسي کړیو ته پلوري.”

خو مجاهد د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې دا نه شي انکارېدای چې دغه ډلې پخوا موجودې وې او د هغه په وینا “د لویو بانډونو په بڼه یې فعالیت کاوه او له قومي، ژبنیو، مذهبي او نژادي اختلافونو څخه یې ناوړه ګټه اخیسته او خپلې ډلې یې جوړولې.”

هغه وویل، اوسمهال دغه جریانونه له هېواده بهر، د نویو نومونو او عنوانونو په غوره کولو غواړي افغانستان ناامنه کړي او یا یې ناامنه وښيي.

د دوی ویاند، ذبیح الله مجاهد وویل، د دغو ډلو فعالیتونه یوازې “په ټولنیزو رسنیو او تبلیغاتو” محدود دي.

ذبیح الله مجاهد وايي: “په حقیقت او عملي ډول له دغو ډلو څخه هېڅ یوه په افغانستان کې شتون نه لري. موږ له داسې ستونزې سره نه یو مخامخ؛ نه کومه نوې جبهه دلته شته او نه هم کومه ډله حضور لري.”

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply