هبت‌الله: د اطاعت نه‌شتون او امرونو نه عملي کول نظام له منځه وړي

2 Min Read

د وسله‌والو طالبانو مخ‌پټی مشر وايي، د امرونو نه عملي کول او د اطاعت نه‌شتون د فتنو د رابرسېره کېدو لامل کېږي او په وینا یې چې اسلامي نظام له کمزوري کېدو او له منځه تلو سره مخ کولی شي.

هغه د کندهار د محصلانو فراغتغونډې ته په استول شوي پیغام کې د اسلامي نظام د پیاوړتیا، اطاعت او د راتلونکو نسلونو لپاره د جهاد د ارزښت د رسولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

په یاده غونډه کې د هبت‌الله ورور، مولوي عبدالله، د کندهار لپاره طالب والي، ملا شیرین اخند او نورو چارواکو ګډون درلود.

د هبت‌الله په پیغام کې د طالبانو حکومت د مسوولیت، د شرعي نظام د تطبیق او د مسلمانانو د سیاسي چارو د سم مدیریت پر اهمیت ټینګار شوی و.

هغه ویلي، اوسنی طالبانو نظام د جهاد په نتیجه کې رامنځته شوی او باید د دین د لوړوالي لپاره هڅې دوام وکړي او په خبره یې چې د طالبانو د شرعي موقف دفاع، د فرمانونو او حکمونو عملي کول او نورو ته د هغوی د منلو بلنه د مسوولیت مهم اړخونه دي.

د طالبانو مشر له ګډونوالو غوښتنه کړې چې د جهاد ارزښت راتلونکو نسلونو ته انتقال کړي.

د کندهار والي وویل، اوس د پوهنتون او مدرسې ترمنځ واټن له منځه تللی او په وینا یې د جهاد په دوره کې له پوهنتونونو څخه هم ځانمرګي موجود وو.

ملاشېرین له فارغانو وغوښتل چې خپل علم د دین، هېواد او ټولنې د خدمت لپاره وکاروي او د اسلامي او افغاني ارزښتونو د ساتنې ترڅنګ د ټولنې د پرمختګ لپاره خپل مسوولیت ادا کړي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply