یونېسف: په خوارځواکۍ اخته ۸۳ سلنه افغان ماشومان له ناوړه وضعیت سره مخ دي

2 Min Read

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې پر شدیدې خوارځواکۍ اخته ۸۳ سلنه ماشومان د خوړو د نه خوندیتوب له ناوړه وضعیت سره مخ دي.

دغه بنسټ وايي، د روان زېږیز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د تغذیې نړیوالې ډلې او  همکارانو یې په افغانستان کې تر ۹۴۵زره زیاتو کسانو ته د تغذیې اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.

ډاکټران وایي، خوارځواکي په هېواد کې پر یوه خاموشه ناورین بدله شوې چې تر ډېره یې ماشومان او امیندواره ښځې اغېزمنې کړې دي.

د دوی په خبره، د مناسب خوراکي رژیم نشتوالی او د ساري ناروغیو تکرار په ماشومانو کې د خوارځواکۍ د زیاتېدو له مهمو لاملونو دي.

ډاکټر مجتبی صوفي په دې اړه و ویل: “تر ډېره هغه کسان پر خوارځواکۍ اخته کېږي چې اقتصادي وضعیت یې کمزوری وي یا د خوړو د ارزښت په اړه کافي پوهاوی ونه لري. آن ځینې چاغ کسان هم د یو ډول خوړو د دوامدار استعمال یا د هاضمې ستونزو له امله پر خوارځواکۍ اخته کېدای شي.”

د طالبانو په کنټرول کې د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل ویلي، په ټولیز ډول د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره عامه پوهاوی لري او بېلابېل پروګرامونه تر کار لاندې دي څو وکولای شي د خوارځواکۍ مخه ونیسي.”

د یونېسف په راپور کې دغه راز راغلي چې د افغانستان په لسو ولایتونو کې د شدیدې خوارځواکۍ کچه له لسو سلنې لوړه ثبت شوې چې ډېری پېښې یې په هلمند او دایکندي ولایتونو کې ثبت شوې دي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply