ریچارډ بېنېټ: افغان کډوال دې ناامنه ځای نه لېږل کېږي

2 Min Read

د اروپایي ټولنې له لوري د افغان پناه‌غوښتونکو د چټک ایستلو نوې تګلاره د اندېښنې وړ وبلل شوه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د یادو څرګندونو ترڅنګ پر ایکس‌پاڼه ویلي، افغانان باید ناامنه ځای ته ونه‌لېږل شي.

هغه ټینګار کړی، د کډوالو حقونو سره باید نړیوال معیارونه په پام کې ونیول شي او هېڅ پناه غوښتونکی باید داسې هېواد ته ونه‌لېږل شي چې هلته یې ژوند له ګواښ سره مخ وي.

ریچارډ بېنېټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر، ولکر ترک هغه بیان شریک کړی چې په‌کې د یادې پرېکړې له امله خواشینې څرګنده شوې او ټینګار شوی چې د بشري حقونو او د کډوالو نړیوال قانون مراعت باید حتمي وي.

بېنېټ ټینګار کړی چې د بشري حقونو له اصولو سره سم عمل کول د ټولو هېوادونو مسوولیت دی او د کډوالو د جبري اېستلو په اړه پرېکړې باید د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ وشي.

هغه همداراز د دغه پیغام په څنډه کې بروکسل کې له طالب چارواکو سره لیدنه افغانانو او په ځانګړي ډول افغان ښځو ته سپکاوی بللی دی.

اروپايي پارلمان د غبرګولي ۲۷مه د یادې ټولنې غړو هېوادونو کې په ناقانونه توګه د مېشتو کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د اروپایي ټولنې په سیاستونو کې پراخ بدلونونه تصویب کړل.

د نوي قانون موخه د بنسټیزو حقونو او نړیوالو قوانینو له مخې د بېرته ستنولو لړۍ ساده کول او ګړندي کول دي.

یادې پرېکړې د افغان کډوالو د اېستلو په اړه د بشري حقونو سازمانونو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د یادو غبرګونونو په لړ کې تر ۴۰ زیاتو مدني او د بشري حقونو بنسټونو په یوه پرانیستي لیک کې د اروپايي ټولنې له لوړپوړو چارواکو غوښتي چې افغانستان ته د افغان کډوالو ستنول سملاسي ودروي او له هغو تګلارو ډډه وکړي چې د طالبانو د ادارې د مشروعیت لامل کېږي

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply