د افغانستان د متحدې جبهې مشر، جنرال سمېع سادات وايي، موخه یې د طالبانو د نظام نسکورول دي.
هغه پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي: “زمونږ موخه د طالبانو د اوسني نظام پر وړاندې مبارزه او د هغه نسکورول دي.”
سادات وویل، د افغانستان د متحدې جبهې ځواکونو تېره شپه د کونړ ولایت د مرکز اسعدآباد ښار په لومړۍ حوزه کې د طالبانو د پولیسو پر حوزه عملیات ترسره کړي چې په کې د طالبانو دوه تنه پولیس وژل شوي دي.
ورته مهال د افغانستان متحدې جبهې په پروان ولایت کې د سیدخېلو او بګرام ولسوالیو او د ولایت مرکز اړوندو سیمو اوسېدونکو ته د خبرتیا ورکړې چې له تجمعاتو، پوځي مرکزونو او د طالبانو له ځواکونو سره له همکارۍ او نږدې کېدو ډډه وکړي.
جبهې ویلي چې د پروان په یادو سیمو کې یې د خلکو د خوندیتوب په موخه مستقیم پیغامونه خپاره کړي دي.
په پیغامونو کې له خلکو غوښتل شوي چې د تجمعاتو او پوځي مرکزونو له نږدې کېدو او همداراز د طالبانو له حکومت سره له همکارۍ ډډه وکړي.
متحدې جبهې زیاته کړې: “زموږ جګړه د بهرنیو استخباراتي سازمانونو له خوا د جوړ شوي استبدادي رژیم پر وړاندې ده.”
جبهې د خپل پوسټ په پای کې د ازادۍ نږدې کېدو شعار ورکړی، خو د خپرو شویو خبرتیاوو د اغېز، د خلکو د غبرګون او یا د کومې احتمالي پېښې په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
جبهې له پوسټ سره یوه ویډیو هم خپره کړې چې په کې په پروان کې د خلکو لپاره د دوی خپرې شوې خبرتیاوې ښکاري.