د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي سره کتنه کې پر روانو حالاتو، پر شته فرصتونو او د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا پر لارو چارو بحث کړی دی.
په دې کتنه کې متقي ویلي چې افغانستان د امنیت، ثبات، اقتصادي پرمختګ او پر ځان د بسیا کېدو په برخو کې د پام وړ بدلونونه تجربه کړي او اوس د پانګونې لپاره مناسب شرایط لري.
ورته مهال، زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ټینګښت او د بیارغونې په برخه کې رامنځته شوي پرمختګونه مثبت بللي دي.
هغه زیاته کړې، د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د دواړو لورو ترمنځ د رغنده تعامل په اړه یې خپل لیدلوري وړاندې کړي دي.
زلمی خلیلزاد د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی دی، چا چې په ۲۰۲۰م کال کې د طالبانو سره د دوحې تاریخی موافقه لاسلیک کړه او تر اوسه هم د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره په دیپلوماتیکو لیدنو بوخت دی.
هغه د امریکایی ځواکونو د وتلو او د سولې په موخه له طالبانو سره اوږدې خبرې وکړې او د موافقې بنسټ یې کېښود.