بشردوست: د جمهوریت په پرتله د افغانستان وضعیت لا خراب شوی

2 Min Read

د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د ولسي جرګې غړی، رمضان بشردوست وايي، د طالبانو د ادعا پر خلاف د جمهوریت د دورې په پرتله اوسنی وضعیت نه یوازې ښه شوی نه دی، بلکې لا خراب شوی دی.

رمضان بشردوست ډویچه‌وېله سره په مرکه کې وویل، طالب چارواکي د ګڼ شمېر ساتونکو او موټرو په ملتیا تګ راتګ کوي او ان کله چې لوړپوړي طالب چارواکي جوماتونو ته ځي، ساتونکي یې د هغوی تر شا ولاړ وي.

د هغه په وینا، د طالبانو چارواکي د ساده ژوند او د اسلام د لومړنیو خلفاوو په څېر د حکومتولۍ د ادعاوو پر خلاف، اوس تر پخوا ډېر په تشریفاتو، تجمل او ګڼو ساتونکو کې ښکېل دي او د تېر جمهوري نظام د چارواکو ترمنځ د تشریفاتو له پلوه ډېر توپیر نه لیدل کېږي، بلکې د هغه په باور، په ځینو برخو کې طالبان ان د جمهوریت له چارواکو څخه هم ډېر په تجمل او رسمي تشریفاتو روږدي شوي دي.

نوموړي ویلي، د طالبانو لوړپوړي چارواکي ځانونو ته ځانګړي تشریفات لري او حتی د بېلابېلو چارواکو لپاره بېلابېل څوکۍ ټاکل شوي او په وینا یې د رئیس‌الوزرا څوکۍ د نورو چارواکو له څوکیو لوړه ده.

هغه زیاتوي: “پخوا چې د لېنډکروزر دروازه پرانیستل شوه، دریشي او نکټایي ښکته شوه؛ اوس څادر او لونګۍ ښکته کېږي.”

.

رمضان بشردوست د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د ولسي جرګې غړی و. هغه په هغه دوره کې هم څو ځله د دولتي چارواکو پر فساد، تجمل، دولتي امتیازونو او د عامه شتمنیو پر ناسمه کارونه نیوکه کړې ده. بشردوست خپله د ساده ژوند له امله مشهور دی او له کلونو راهیسې د دولتي چارواکو د لوړو امتیازونو، رسمي تشریفاتو او د عامه امکاناتو د شخصي استفادې مخالف پاتې شوی دی.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply