درانی: طالبان په پاکستان کې د بریدونو په غندنه دوه‌ګونی چلند کوي

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي، آصف دراني د دې هېواد د بلوچستان په کویټې ښار کې د وروستي ځانمرګي برید په تړاو د طالبانو د غبرګون په اړه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې طالبان د ورته بریدونو پر وړاندې انتخابي او دوه‌ګونی چلند کوي.

هغه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هغې اعلامیې ته غبرګون وښود چې په‌کې د کویټې پر مسافر وړونکي اورګاډي شوی خونړی برید غندل شوی و.

دراني په خپل غبرګون کې ویلي چې طالبان باید په پاکستان کې د ملکي وګړو پر ضد د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي)بریدونه هم وغندي.

نوموړي ادعا کړې چې د ټي‌ټي‌پي مشران په افغانستان کې پناه لري او له همدې ځایه په پاکستان کې پر ملکي وګړو د بریدونو لارښوونه کوي.

د کویټې ښار پر یوه اورګاډي چې پوځیان یې لېږدول، د موټر بم په وسیله ځانمرګي برید لږ تر لږه ۲۴کسان وژلي او له ۵۰زیات نور یې ټپیان کړي دي.

د برید مسؤولیت د بلوچستان د ازادۍ پوځ پر غاړه اخیستی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې پر ملکي وګړو هر ډول برید، د هر لوري له‌خوا او په هر ډول چې وي، د غندنې وړ دی. خو پاکستاني چارواکي وایي چې طالبانو تر اوسه د ټي‌ټي‌پي خونړي بریدونه نه دي غندلي.

دراني د کویټې د برید په اړه ویلي، دا پېښه د پاکستان حکومت ته دا پیغام ورکوي چې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې تګلارې باید بدلې کړي او په وینا یې تر هغو چې خلک د حکومت تر څنګ ونه درېږي، د ترهګرۍ ضد هڅې به اغېزناکې پایلې ونه لري.

آصف دراني همداراز د پاکستان له حکومت غوښتي چې د ترهګرۍ ضد مبارزه یوازې اداري چارواکو او بیوروکراتانو ته پرې نه ږدي، بلکې د خلکو پراخ ملاتړ هم باید ورسره مل وي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply