د امریکايي استخباراتو یا سيآیاې پخوانۍ مامورې، سارا اډمز ویلي، د داعش پرضد د طالبانو عملیات واقعیت نهلري.
هغې ادعا کړې چې د داعش پر ضد د ترسره شوو عملیاتو په اړه راپورونه د کره شواهدو پرځای د نا تایید شویو ادعاوو پر خپرېدو ولاړ دي او په وینا یې چې دا ډول روایتونه باید له خپلواکې څېړنې پرته د واقعیت په توګه ونه منل شي.
سارا اډمز په یوه وروستۍ لیکنه کې ویلي چې د طالبانو له لوري د داعش-خراسان پر ضد د عملیاتو په اړه خپرې شوې ادعاوې د ځمکنیو شواهدو له مخې نه تاییدېږي.
نوموړې ادعا کړې چې د ۲۰۲۶ کال د جون په ۱۸مه طالبانو ویلي وو چې په پاکستان کې یې د داعش-خراسان اهداف په نښه کړي، خو په وینا یې ځینې نړیوالو رسنیو دا ادعاوې له کره څېړنې پرته خپرې کړې.
سارا اډمز وايي، د بلوچستان په ګلستان سیمه کې د ترسره شوي برید هدف د داعش مرکز نه و، بلکې د یوه افغان سوداګر او قومي مشر حاجي فیضالله خان غبیزي پورې اړوند تجارتي کانټینرونه وو چې په پایله کې دوه ملکي کسان وژل شوي او د سوداګریزو توکو زیانمن کېدو ادعا شوې ده.
مېرمن اډمز زیاتوي: “د ګلستان د پېښې او داعش ترمنځ هېڅ ډول کره تړاو نه شته.”
هغه همداراز ادعا کوي چې غبیزي له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو له فشارونو او هدف ګرځولو سره مخ دی او د هغې په وینا طالبان کله ناکله خپل سیاسي مخالفین د داعش په نوم یادوي.
سارا اډمز د خیبر پښتونخوا اړوند د بلې ادعا شوې پېښې په اړه هم ویلي چې د طالبانو له لوري د داعش پر مرکز د برید ادعاوې نه دي تایید شوي او حتی د ځینو راپورونو له مخې په سیمه کې د داعش اړوند ثابت هدفونه موجود نه وو.
د سيآیاې دغه پخوانۍ مامورې دغه راز ویلي چې طالبانو په تېر کې هم د معلوماتو د پټولو او بدلون سابقه لرلې او د ملا عمر د مرګ د کلونو لپاره پټ ساتل یې د بېلګې په توګه یاد کړی دی.
نوموړې زیاتوي: “کله چې د طالبانو ادعاوې بې له خپلواکې تایید څخه تکرارېږي، دا د تبلیغاتو یوه برخه ګرځي، نه د راپور ورکولو.”