د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر، خوزه مانویل البارس له افغان ښځو او نجونو خپل ملاتړ څرګند کړ.
هغه په یوه کنفرانس کې افغان َښځو او نجونو ته په خطاب کې وویل: “دا ځای به تل ستاسو کور وي. د افغان ښځو غږ به تل له دغه وزارت نه اورېدل کېږي، آن که طالبان په مجرمانه توګه هڅه وکړي چې دغه غږ ډب کړي”.
دغه کنفرانس په ماډریډ ښار کې د “سولې او ډیموکراسۍ جوړولو” تر شعار لاندې پیل شوی دی.
په نوموړي کنفرانس کې د شاوخوا ۶۰ هېوادونو دولتي چارواکي، د نړیوالو ادارو استازي، د مدني ټولنې غړي او د ښځو د حقونو فعالان ګډون لري.
البارس په خپلو خبرو کې زیاته کړه، د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت هر کال د HearUs په نوم د یوه کنفرانس کوربه وي چې پهکې په جلاوطنۍ کې مېشتې افغان ښځې او د هغوی ټولنې برخه اخلي.
نوموړي دا هم وویل، د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت یوه تالار د افغان ښځو په نوم نومول شوی او ټینګار یې وکړ چې دغه نوم باید تل پاتې وي څو د افغان ښځو غږ ډب نهشي.
هغه زیاتوي، په روانه غونډه کې هم د افغان ښځو غږ او کړنو ته ځای ورکړل شوی دي.
په دې غونډه کې د نړیوال مشارکت په برخه کې د فرانسې د دولت وزیرې، اېلینور کاروا د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت د ښځو د حقونو د نقض تر ټولو څرګندو بېلګو وباله او د هغوی د ملاتړ لپاره یې د نړۍوالې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
د افغان ښځو د حقونو فعالې او سیاستوالې فوزیه کوفي وویل، د ځینو هېوادونو لخوا له طالبانو سره د نرمښت او مصلحت پالنې سیاست د دې لامل شوی چې د ښځو د ځپلو او محدودولو توان یې لا زیات شي.
کوفي خبرداری ورکړ، اروپایي هېوادونه باید د کډوالو د اېستلو په پلمه داسې کړنو ته مشروعیت ورنه کړي چې د جنسیت پر بنسټ د تبعیض (جنسیتي اپارتاید) فرهنګ پیاوړی کوي.
د یاد شوي کنفرانس جوړونکو ټینګار کړی چې تلپاتې سوله او رښتینې ډیموکراسۍ د ښځو له بشپړ ګډون پرته ناشونې ده او د افغان ښځو ملاتړ باید د بشري حقونو او جنسیتي عدالت په برخه کې د نړۍوالو ژمنو یوه مهمه برخه وي.