مجاهد: مونږ په افغانستان کې د امریکا سفارت بیا پرانیستل غواړو

4 Min Read

د طالبانو حکومت یوځل بیا له امریکا وغوښتل چې په افغانستان کې خپل سفارت بېرته پرانېزي.

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد د هند له آرټي رسنۍ سره په مرکه کې وویل، د افغانستان او امریکا تر منځ اړیکې ډېرې مهمې دي او دوی ښې اړیکې غواړي.

هغه وايي: “مونږ له امریکا سره به دوحې کې بریالي مذاکرات درلودل چې په پایله کې یې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل. دا په‌دې مانا ده چې افغانستان ښې اړیکې غواړي. مونږ غواړو چې د جګړې د وخت پالیسي هم بدلون ومومي. مونږ په افغانستان کې د امریکا سفارت بیا پرانیستل غواړو، په واشنګټن کې زموږ سفارت خپلې چارې په عادي ډول پر مخ وړي او د دواړو هېوادونو تر منځ ډېپلوماټیکې اړیکې بېرته عادي شوې دي.”

له مجاهد مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي څو ورځې مخکې له امریکا غوښتي وو څو په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانېزي، او په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

خو د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د تېرې زمري میاشتې په ۲۶مه په یوه بیان کې ویلي وو چې طالبان اوس یوه مشخصه نړیواله ترهګره ډله پېژندل کېږي او د طالبانو حکومت د ناعادلانه نیونو ملاتړی حکومت دی.

یاد وزارت په کابل کې د متحدو ایالتونو د سفارت د بیا پرانیستلو او په افغانستان کې د پانګونې په اړه د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو د وزیر غوښتنې ته په غبرګون کې لیکلي چې طالبانو د خپلو اعمالو له لارې څرګنده کړې چې د سیمې د سولې او ثبات په ساتلو کې رغنده رول لوبولو ته لېواله نه دي.

دغه وزارت ویلي دي: “متحده ایالات طالبان یا کوم بل بنسټ د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت پېژندلی نه دی. متحده ایالتونه به له طالبانو سره هغه وخت او یوازې هغه وخت خبرې وکړي چې د امریکا خلکو په ګټه وي.”

طالبان داسې مهال له متحدو ایالتونو سره د دیپلوماتیکو اړیکو غوښتنه کوي چې حکومت یې له روسیې پرته بل هېواد په رسمیت نه پېژني، طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵مه نېټه بیا په افغانستان کې واکمن شول.

دغه وزارت ویلي: “دا د متحدو ایالتونو او نړۍ په ګټه ده چې یو داسې افغانستان وویني چې بیا هیڅکله ترهګرو ته پناه ورنه کړي، خپلو نړیوالو مکلفیتونو ته غاړه کېږدي او د ورانکارۍ پر ځای، د سیمې په ثبات کې خپله خالصه ونډه ولري.”

دغه وزارت د طالبانو چلند ته په کتو ویلي: “هغوی د دوحې د تړون په اساس، د ترهګرۍ سره په مبارزې کې د خپلو ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغلي او د افراطي فرمانونو په صادرولو سره یې د نړۍ ځینې خورا ظالمانه شرایط رامنځته کړي دي، په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو لپاره.”

د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته امریکا په کابل کې د خپل سفارت فعالیتونه ودرول او خپل ډیپلوماتیک ماموریت یې قطر ته انتقال کړ.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply