امریکا په افغانستان کې د پاکستان د بریدونو ملاتړ وکړ

1 Min Read

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، واشنګټن د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې د ځان د دفاع لپاره د پاکستان د حق ملاتړ کوي.

دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي چې پاکستانی ولس له کلونو راهیسې د ترهګرۍ له امله سخت زیانمن شوی او د امنیتي ګواښونو پر وړاندې د دفاع حق لري.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په وروستیو کلونو کې کړکېچ زیات شوی او اسلام اباد په افغانستان کې د وسله والو د پټنځایونو ادعا کوي.

پاکستان وايي چې ټول عملیات د هغو وسله والو پر ضد دي چې د دوی په وینا په افغانستان کې پټنځایونه لري، خو طالبان دا ادعاوې ردوي او وایي چې افغانستان له خپلې خاورې د بل هېواد پر ضد کارولو اجازه نه ورکوي.

د ملګرو ملتونو د ځینو ارزونو له مخې، په ټولو بریدونو کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستان وروستي هوايي بریدونه پر پکتیکا، پکتیا او کونړ ولایتونو وو چې شاوخوا ۸۰ افغانانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

طالبانو تراوسه د امریکا د یاد دریځ په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply