د ملګرو ملتونو سرمنشي له واکمنو طالبانو غوښتنه کړې څو د ښځو پر کار لګول شوی بندیز سمدستي لغوه کړي او د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ښځینه کارکوونکو خوندي او له خنډ پرته د تګ راتګ زمینه برابره کړي.
انټونیو ګوټېرېش دغه راز له طالبانو غوښتي چې پر ښځو او نجونو لګېدلي ټول محدودیتونه لغوه او د هغوی د بشپړ، برابر او تلپاتې ګډون له حق څخه د افغانستان د ټولنې په ټولو برخو کې ملاتړ وکړي.
ګوټېرېش ویلي، د طالبانو له لوري د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض پر پالیسۍ ژوره اندېښنه لري؛ هغه پالیسۍ چې د دوی د ژوند پر ټولو برخو اغېز کوي.
د هغه په وینا، په عامه ژوند، زدهکړو او د کار په بېلابېلو برخو کې د ښځو د بشپړ ګډون محدودول د هغوی بنسټیز حقونه نقضوي او د افغانستان د اقتصادي پراختیا، ثبات او له نړیوالې ټولنې سره د بیا یوځای کېدو پر وړاندې اساسي خنډ دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر وايي، د سپټمبر په ۷مه د طالبانو له لوري د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان ښځینه کارکوونکو پر کار د بندیز یو کال پوره کېږي.
طالبانو تېر کال د سپټمبر په ۷مه په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ټولو افغان ښځینه کارکوونکو پر ننوتلو بندیز ولګاوه.
انټونیو ګوټېرېش ویلي، دغه محدودیت د نړیوال قانون، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو له منشور سره په ټکر کې دی او د ملګرو ملتونو د وړتیاوو د کمزوري کېدو لامل کېږي، څو خپل ماموریت ترسره او په داسې وخت کې چې د خلکو اړتیاوې لا هم لوړې دي، افغانستان ته د ژوند ژغورنې او نورو مرستو رسولو ته دوام ورکړي.
نوموړي ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو ټولو کارکوونکو ته د خپلو دندو د ترسره کولو لپاره د کار ځایونو ته له خنډ پرته لاسرسی ډېر مهم دی، څو دغه سازمان وکولای شي له زیانمنو خلکو، په ځانګړي ډول ښځو او نجونو، سره د هغوی د کلتوري دودونو له رعایت سره مرسته او ملاتړ وکړي.
هغه زیاته کړې چې ښځو ته د دې زمینه برابرول چې له نورو ښځو او نجونو سره بشري مرستې او اړین خدمات وړاندې کړي، د اغېزمن او اصولي بشري غبرګون لپاره ډېر مهم دي.
یاد بنسټ تر دې وړاندې هم څو ځله له طالبانو غوښتي چې په خپلو دفترونو کې د افغان ښځینه کارکوونکو پر کار لګېدلی بندیز لغوه کړي، خو تر اوسه طالبانو دغو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.