په هرات ښار کې د وسلهوالو طالبانو له لوري د عبدالقدیر پهلوانزاده وژنې پراخ غبرګونونه پارولي دي.
پهلوانزاده د هرات ښار د “پسته نمبر یک” سیمې ته څېرمه د تېلو پمپ ته نږدې د جمعې په رڼا ورځ د څو وسلهوالو طالبانو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
د نوموړي د وژنې مسوولیت د طالبانو اړوندو کسانو ته منسوبېږي، خو دې ډلې د دې ادعا په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
افغان خبریال، نصرت الله وفا وايي: “د ښادۍ شرطه یې کړې، په رڼا ورځ یې په سړي راباندې کړه اول یې سم وغربوه بیا یې سلاح ته لاس کړ په عام محضر کې ېې ډز ډز ډز وویشت. دې وایي عمري عدالت ….”
د ټولنیزو رسنیو یو کارونکی عبدالله حسرت وايي: “د لنډه غرو واکمني ده، د عمري عدالت بلا وروګرځوې.
دغسې وحشتونه هره ورځ کوي، خو ټول یې د کامرې له مخه نه وي، دا یې یوه نیمه نمونه راشي.”
ورته مهال د عبدالقدیر کورنۍ له طالبانو غوښتي چې د نوموړي د وژل کېدو په اړه ځواب ووايي. د هغه د وژل کېدو لامل لا هم روښانه نه دی.
د هغه خپلوان وايي، نوموړي له هېچا سره شخصي دښمني نه لرله او له طالبانو یې غوښتي چې د هغه د وژل کېدو څرنګوالی وڅېړي.
طالبانو د قرباني کورنۍ ته اجازه نه ده ورکړې چې د عبدالقدیر لپاره د فاتحې مراسم ترسره کړي.
یوه ویډیو کې لیدل کېږي چې وسلهوال کسان د یوه ځوان لاسونه له شا تړي او له وهلو او ډبولو وروسته پرې ډزې کوي. لا روښانه نه ده چې په ویډیو کې ښکاره شوی کس عبدالقدیر پهلوانزاده دی که نه.