پاکستانی جنرال: د طالبانو رژیم باید نسکور شي

د پاکستان د پوځ یو متقاعد جنرال، سعد محمد په یوه تازه مرکه کې وايي، د پاکستان د امن کولو لپاره په‌کار ده چې د طالبانو رژیم رانسکور او د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره دې د ملي مقاومت جبهې ملاتړ وشي.

هغه پاکستاني حکومت ته لارښوونه وکړه چې افغان ولس ته نه، بلکې د طالبانو اوسني حکومت ته سمدستي سزا ورکړي څو رانسکور او په افغانستان کې نظام بدل شي.

محمد زیاتوي: “د افغانستان(طالبانو) حکومت ته سمدستي سزا ورکول په‌کار دي، افغان ولس ته نه، بلکې نظامي ځواک ته. بل دا چې په اوږدمهاله کې باید د ملي مقاومت جبهې ملاتړ وشي چې د طالبانو رژیم بدل شي، ځکه دا ډله زمونږ طبیعي ائتلاف دی.”

سعد محمد د طالبانو رژیم د پرځولو لپاره د ملي مقاومت جبهې په ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل، دا ډله د پاکستان طبیعي ائتلاف او ملګري دي.

نوموړی جنرال وايي، د طالبانو حکومت پر وړاندې باید د پاکستان پالیسۍ له نرمۍ څخه ځپونکې ته بدله شي.

هغه زیاتوي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې په افغانستان کې غیرپښتانه قومونو سره اړیکې ټینګې او پیاوړې شي.

یاد پاکستانی جنرال وايي، پاکستان کلونه پښتانه سیاستوالو په ځانګړې توګه ګلبدین حکمتیار ته ځای او اسانتیاوې برابرې کړې، خو دغه پښتانه مشران بیا هم د ډیورنډ کرښې څخه نه تېرېدونکی ذهن او فکر لري.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply