مالدووا ته د طالب پلاوي بلونکي مجازات کېږي

2 Min Read

د مالدووا ولسمشره وايي، دغه هېواد ته د طالبانو د پلاوي بلونکي مجازات کېږي.

مایا ساندو، د طالبانو د پلاوي سفر شرموونکی وباله او خبرداری یې ورکړ، هغه چارواکي چې د دې سفر زمینه یې برابره کړې، له انضباطي اقداماتو سره به مخامخ شي.

ساندو ویلي: “دا د شرم خبره ده چې دولتي چارواکي یا هغه کسان چې په لوړو حکومتي دندو کې دي، د یوه دولت یا حکومت په اړه د خپل هېواد له پالیسۍ څخه ناخبره وي.”

ساندو زیاته کړه: “د کرنې وزارت اړوندو چارواکو دا نه وه ارزولې چې د افغانستان د حکومت په اړه د مالدووا تګلاره څه ده. دا رښتیا هم عجیبه ده؛ دوی اصلاً چېرته ژوند کوي؟ تر دې هم عجیبه دا ده چې د بهرنیو چارو وزارت هم د دوی غوښتنه تایید کړې ده. داسې ښکاري چې ټول کسان د هېواد د بهرنۍ پالیسۍ اړوند اسناد نه لولي.”

د مالدووا د بهرنیو چارو وزارت د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ تایید کړه چې د طالبانو د کرنې وزارت یوه پلاوي ته یې ویزه ورکړې، خو ټینګار یې وکړ چې د دې هېواد چارواکي به د دغه پلاوي له غړو سره هېڅ رسمي یا دوه‌اړخیزه لیدنه ونه کړي.

د طالبانو د پلاوي سفر د مالدووا د یو شمېر لوړپوړو چارواکو له غبرګون سره مخ شوی دی.

تر دې مخکې د مالدووا لومړي وزیر، واسیله توفان د طالبانو د کرنې وزارت د پلاوي دې هېواد ته ورتګ شرموونکی او د منلو وړ نه وباله او ویې ویل چې د دې سفر تایید د ناسمې ارزونې او د ادارو ترمنځ د همغږۍ د نشتوالي پایله وه.

سره له دې، د مالدووا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو د پلاوي هغه غړي چې دې هېواد ته داخل شوي، د نړیوالو بندیزونو تر پوښښ لاندې نه راځي، خو د مالدووا جمهوریت لا هم د طالبانو پر وړاندې ټولو نړیوالو بندیزونو ته ژمن دی او د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply