یوناما په هرات کې د ښځو پر نیونو اندېښنه وښوده

3 Min Read

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما په هرات کې د حجاب نه رعایتولو په تور د ګڼو ښځو پر نیولو او توقیف کولو اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې د طالبانو دا اقدام د بشري حقونو په برخه کې جدي اندېښنې راپیدا کوي.

یوناما پر طالبانو غږ کړی چې د ښځو پر وړاندې له داسې اقداماتو ډډه وکړي او په وینا یې چې ټول نارینه او ښځې د قانون پر وړاندې د مساوي حقونو او برابرۍ مستحق دي او باید د هغوی بنسټیزې ازادۍ تر پښو لاندې نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له تېرې ورځې راهیسې په هرات کې د حجاب په پلمه د ښځو نیول پیل کړي او عیني شاهدان وايي چې یادې ډلې په هرات ښار او انجیل ولسوالۍ کې یو شمېر ښځې نیولې او له ځان سره وړې دي.

اخوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د طالبانو لخوا په هرات کې د بې حجابۍ په پلمه د ښځو نیولو او ځورولو ته غبرګون ښودلی او وايي، د طالبانو یاد اقدام نه له اسلامي اصولو سره او نه هم د افغانستان له کلتور سره اړخ لګوي.

فایق ویلي، په هرات کې د بې حجابۍ په پلمه د ښځو نیول او ځورول د طالبانو د هغې سیستماتیکې پالیسۍ برخه ده چې موخه یې له ټولنې د ښځو حذفول، د هغوی د اساسي ازادیو سلبول او د انساني کرامت تر پښو لاندې کول دي.

هغه په هرات کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو وروستۍ اقدام غندلی او وايي: “د جامو او ظاهري بڼې له امله د ښځو نیول د دین او ارزښتونو دفاع نه، بلکې د خلکو د ځپلو، وېرولو او په ټولنه کې د وېرې د فضا د خپرولو وسیله ده.”

ورته مهال له هرات څخه راپورونه وايي، د یکشنبې په ورځ هم په دغه ښار کې د ښځو د نیولو لړۍ روانه وه او طالبانو په جبرئیل سیمه کې اته ښځې نیولې دي.

طالبانو له دې مخکې په دې ولایت کې لسګونه ښځې نیولې دي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply