د افغانستان مشهوې سندغاړې، ښاپیرۍ نغمې له طالبانو وغوښتل چې د نجونو ښوونځي پرانېزي.
نغمې په امریکا کې د دې هېواد کانګرس ته د بریالۍ شوې افغاني الاصلې امریکایۍ، عایشې وهاب د ملاتړ په غونډه کې له مېرمن وهاب هم غوښتنه وکړه چې د امریکا پر هر دریځ دې د افغان ښځو او نجونو د حقونو غږ پورته کړي.
سندرغاړې ښاپېرۍ نغمې عایشه وهاب د افغان ښځو د کلک هوډ او وړتیا بېلګه وبلله او په وینا یې د مېرمن وهاب مثال باید طالبان وهڅوي او د افغان نجونو پرمخ ښوونځي پرانېزي.
نغمې زیاته کړه: “د عایشه وهاب د بریا مثال باید د افغانستان واکمنان و هڅوي چې زموږ افغان نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړي، تر څو د ټولنې په هره برخه کې وځلېږي.”
هغې د خپلو خبرو پرمهال د افغانانو ترمنځ پر یووالي او ورورولي ټینګار وکړ او ویې ویل چې افغانان باید له تفرقه اچوونکو څرګندونو ډډه وکړي.