د طالب وسله‌والو لخوا د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلي بندیز ۱۷۰۰ ورځې پوره شوې

2 Min Read

پر افغانستان د وسله‌والو طالبانو د بیا واکمنېدو راوروسته د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلي بندیزه ۱۷۰۰ ورځې پوره شوې، خو لا تراوسه د دې ډلې په دریځ کې نرمښت نه‌دی راغلی.

د افغان نجونو د زده‌کړو د بندیز په غبرګون ګڼو کورنیو او بهرنیو بنسټونو نیوکې کړې او له طالبانو یې د زده‌کړو پر وړاندې د خنډونو د لرې کولو غوښتنه کړې، خو طالبانو بیا ویلي، په دې اړه پوښتنه کول هم تر امر ثاني بنده ده.

دغه بندیز د سلګونو زرو افغان نجونو هیلې او راتلونکی له ناڅرګند برخلیک سره مخ کړی.

هغه نجونې چې کلونه یې د خپلو خوبونو لپاره مبارزه کړې وه؛ اوس په کور ناستې دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو حقونو مرستيالې هېدر بار په خپل وروستي راپور کې خبرداری ورکړی چې نړۍ په معاصره دوره کې د ښځو د حقونو له تر ټولو پراخو سرغړونو سره مخ ده.

بار زیاته کړه چې د طالبانو له لوري د نجونو پر زده‌کړو بندیز به دغه هېواد د ښځینه متخصصینو له جدي کمښت سره مخ کړي.

د نوموړې په وینا؛ دغه حالت به ډېر ژر د دې لامل شي، چې د طب، حقوقو، لوړو زده‌کړو او انجنيرۍ په څانګو کې افغانستان ښځينه متخصصينې ونه‌لري.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونېسف خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو او کار بندیز ښایي دغه هېواد تر ۲۰۳۰کال پورې د څه باندې ۲۵زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ کړي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply