یوشمېر نړیوالې رسنۍ وايي، د طالبانو د روانو ناسمو سیاستونو له کبله افغانستان له نړیوالې انزوا او بشري ستونزو سره مخ شوی دی.
سکاینیوز وايي، د وسلهوالو طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان له ګڼو ننګونو سره مخ دی چې له مهمو هغو څخه یې نړیواله انزوا او د مرستو کمښت بلل کېږي.
دغې رسنۍ ویلي، د افغان نجونو پر زدهکړو بندیز او پر ښځو پراخ محدودیتونه د افغانستان د نړیوالې انزوا له مهمو لاملونو څخه دي.
ورته مهال ملګرو ملتونو پر افغان ښځو د طالبانو ځینې محدودیتونه د جنسیتي توپیر په توګه هم یاد کړي دي.
د نړیوالو مرستو د کمښت له امله په افغانستان کې د بېوزلۍ او بشري ستونزو کچه هم لوړه شوې ده.
سکاینیوز ټینګار کوي چې د دغه ستونزو اصلي اغېز پر عامو افغانانو دی نه پر طالب مشرانو.
د بشري حقونو یوشمېر ادارې وايي، له طالبانو سره د اړیکو عادي کول باید د ښځو او نجونو د حقونو له ښه کېدو سره تړاو ولري.
د یادو ادارو په وینا، اقتصادي اړیکې او نړیوالې مرستې باید د بشري حقونو له پرمختګ سره یوځای پر مخ ولاړې شي.
راپور زیاتوي، تازه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له امریکا سره د لا زیاتو اړیکو غوښتنه کړې او د افغانستان د کانونو، کرنې او سوداګرۍ په برخه کې یې د همکاریو د پراختیا وړاندیزونه کړي دي.