د اروپايي پارلمان غړې، هانا نیومن د کډوالو د ایستلو په اړه د خبرو لپاره بروکسل ته د طالبانو د بللو پرېکړه سخته غندلې او ویلي یې دي چې اروپايي ټولنه د طالبانو د بشري حقونو د پراخو سرغړونو پر وړاندې د جدي ګامونو اخیستو پر ځای، هغوی ته د خبرو بلنه ورکوي.
هغې پر ایکس خواله رسنۍ کې د ملګرو ملتونو شمېرو ته په اشارې سره لیکلي، په افغانستان کې شاوخوا ۵ میلیونه میندې او ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.
د نوموړې په خبره، میندې د درملنې لپاره کلینیکونو ته ځي، خو هلته د خوړو د نشتوالي له امله بېرته تش لاس ستنېږي.
نیومن د طالبانو لخوا د بشري حقونو سرغړونو ته په اشارې سره زیاته کړې، په افغانستان کې خبریالان نیول کېږي، مدني ټولنه ځپل شوې او ښځې په بشپړ ډول له عامه ژونده حذف شوې دي.
مېرمن نیومن ټینګار کړی چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال هغه ټول معیارونه تر پښو لاندې کړي چې اروپايي کمېسیون د بشري حقونو په برخه کې ټاکلي وو.
د اروپايي پارلمان یوې غړې د اروپايي ټولنې پر تګلارې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو د دغو کړنو په غبرګون کې د پایلو او جدي اقداماتو پرځای دې ډلې ته د غونډو، لاسرسي او سیاسي اهمیت زمینه برابرېږي.
هغې خبرداری ورکړی چې بروکسل ته د طالبانو بلل د دې ډلې لپاره د سیاسي مشروعیت رامنځته کولو لامل کېږي.