شهباز شریف: د طالبانو پر ضد پوځي عملیات به په بشپړ قاطعیت دوام ولري

2 Min Read

د پاکستان او د طالبانو حکومت ترمنځ د زیاتېدونکو سیاسي او امنیتي ترینګلتیاوو په دوام سره د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف ویلي چې د طالبانو پر ضد د غضب‌للحق په نوم پوځي عملیات به په بشپړ قاطعیت دوام ولري.

شریف د بلوچستان ایالت په کویټه ښار کې په یوه پوځي پوهنتون کې د وینا پر مهال وویل، پاکستان به د هغو وسله‌والو ډلو پرضد خپل عملیات روان وساتي چې د ده په وینا په افغانستان کې فعالیت کوي او د پاکستان امنیت ته ګواښ جوړوي.

نوموړي ادعا وکړه چې دا عملیات د پاکستان د خلکو د ژوند او شتمنیو د ساتنې، د ترهګرو ډلو پرضد د مبارزې او د هغوی د پټنځایونو د له منځه وړلو په موخه ترسره کېږي.

شریف د پاکستان د وسله‌والو ځواکونو د مسلکي وړتیا، عملیاتي چمتووالي او قربانیو ستاینه وکړه او ویې ویل چې پوځ د دغه هېواد د ملي حاکمیت، سولې او ثبات په ساتنه کې اساسي رول لري.

پاکستان تل پر طالبانو تور پورې کوي چې د پاکستان ضد وسله‌والې ډلې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي او بریدونه تنظیموي، خو طالبانو په بیاځلې دغه تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې دوی به هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

د پاکستان حکومت او طالبانو ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې د بې‌ساري امنیتي او سیاسي فشارونو شاهدې دي.

که څه هم دواړو لورو څو ځله د اوربند او خبرو هڅې کړې، خو د راپورونو له مخې تر اوسه دغو هڅو د اړیکو په ښه کېدو کې د پام وړ پایله نه ده لرلې.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply