جنرال سادات: حسیب پنجشېري د آزادۍ یو غیرتمند مبارز و

3 Min Read

د تېر جمهوري نظام پرمهال یوشمېر سیاسي او نظامي چارواکو د حسیب پنجشېري مبارزه وستایله او دغه راز یې پر مړینه خواشیني هم وښوده.

د متحدې جبهې مشر، جنرال سمېع سادات وویل، حسیب د آزادۍ یو غیرتمند مبارز و.

سادات پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي: “د ګران ورور جګړن حسیب پنجشېري د شهادت خبر سخت غمجن کړم. د دې همسنګرانو او کورنۍ ته تسلیت وایم. حسیب د آزادۍ یو غیرتمند مبارز و او د متحدې جبهې مبارزین به د ده سنګر خالي نه پرېږدي، شهادت دې مبارک شه!”

ورته مهال په امریکا کې د افغانستان سفارت کې کلتوري اتشې مجید قرار وویل، حسیب پنجشېري پر وطن یې سر کېښود.

قرار په خپل فېسبوک لیکلي: “د حسیب غیرت دې په ټول سیاسي نسل کې له ما نیولې تر ما، په هیچا کې نه شته. هغه یو بې وېرې بنده و، د هغه شهادت لږ تر لږه د خوشال سادات غوندې مړیتا پر مخ څپېړه ده چې د استبداد او اشغال په تملق کې یې پر حسیب تور لګاوه چې افغانستان ته نه ځي. حسیب افغانستان ته لاړ او پر وطن یې سر کېښود. خاتمه یې په خیر شوه. رب تعالی دې موږ ته دغسې د مېړانې مرګ را نصیب کړي. اللهم آمین!ً”

په همدې حال کې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې تایید کړه چې د دوی یو قومندان حسیب پنجشېری “حسیب قوای مرکز” وژل شوی دی.

د طالبانو د دې مخالفې وسلې والې ډلې د سیاسي دفتر مشر عبدالله خنجاني پنجشنبه ناوخته په خپله ایکس پاڼه د حسیب پنجشېري د وژنې خبر ورکړی دی.

د طالبانو ځانګړو ځواکونو حسیب قوای مرکز په یو لړ عملیاتو کې وژلی او د هغه ۱۳ ملګري یې نیولي دي.

د طالبانو اړوند رسنیو له هغې ډلې المرصاد لومړی د یو لړ عملیاتو پر مهال د حسیب قوای مرکز د وژنې خبر خپور کړی و.

حسیب قوای مرکز په تېر جمهوري نظام کې د کورنیو چارو وزارت لخوا د وژنو او غلاو په تور تر تعقیب لاندې و.

دی د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په ۲۰۲۱م کال کې د احمد مسعود په مشرۍ له ملي مقاومت جبهې سره یوځای شوی و.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply