پاکستاني چارواکي وايي، افغانستان د ترهګرو ډلو لپاره په خوندي پټنځای بدل شوی او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د سیمهییز امنیت وضعیت لا خراب شوی دی.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د پاکستان استازي، عاصم افتخار احمد وویل چې اسلاماباد له طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته تمه لرله چې افغانستان به د سولې او ثبات لور ته ولاړ شي، خو د هغه په وینا، دا تمې نه دي پوره شوي.
افتخار احمد ادعا وکړه چې په افغانستان کې د ټيټيپي، داعش خراسان او نورو ډلو شتون د پاکستان پر ضد د بریدونو لامل ګرځېدلی او دغه ډلې له افغان خاورې څخه فعالیت کوي.
د هغه په خبره، د دغو ډلو له امله پاکستان په ۲۰۲۵ کال کې له ۵ زرو څخه زیات ترهګریز بریدونه تجربه کړي او تر ۱۲۰۰ډېر کسان پهکې وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د پاکستان استازي د خېبر پښتونخوا یوې پېښې ته هم اشاره وکړه چې د ۱۵ پولیسو د وژل کېدو مسوولیت د ټيټيپي پر غاړه واچول شو او ادعا یې وکړه چې برید له افغانستان څخه پلان شوی و.
یاد استازي همدارنګه وویل چې د ترهګرۍ لپاره د پرمختللو وسلو کارول، په ځانګړي ډول هغه وسلې چې د پخوانیو نړیوالو ځواکونو پاتې دي، وضعیت لا خطرناک کړی دی.
هغه وايي، طالبان د ترهګرو ډلو پر ضد عملي اقدام نه کوي او د دغو ډلو له فعالیتونو سره چوپ ملاتړ یا همکاري لري چې دا د سیمې امنیت ته جدي ګواښ دی.
افتخار احمد وویل چې اسلاماباد څو ځله د طالبانو د قانع کولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې کړې دي او قطر، ترکیې، سعودي عربستان او چین هم د منځګړیتوب رول لوبولی، خو د هغه په وینا، طالبان لا هم له سخت دریځۍ نه دي اوښتي دي.
هغه زیاته کړه چې پاکستان به د خپل حاکمیت او امنیت د دفاع لپاره له هر ډول اړتیا سره سم ځواب ورکړي، خو ټینګار یې وکړ چې دا اقدامات به د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې وي.
پاکستان ټینګار وکړ چې طالبان باید د ترهګرو ډلو پر ضد واضح او عملي اقدامات وکړي او د سیمې د ثبات لپاره خپل مسوولیت ادا کړي.