د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال د ولسمشر حامدکرزي د دفتر رییس او د اطلاعاتو او کلتور وزیر، عبدالکریم خُرم وايي، پاکستان هڅه کوي د افغان هویت او تاریخ پرضد تبلیغات وکړي.
هغه پر ایکسپاڼه ویلي، پاکستان د افغانستان پر ضد خپل سیاسي، فرهنګي او تبلیغاتي فشارونه زیات کړي دي.
دنوموړي په خبره: “د خلکو د پراخو غبرګونونو له امله مې د ماریا سلطان مرکه واورېده. د مرکې یوه برخه د طالب چارواکو او د هغوی د شتمنیو په اړه وه، چې خپله باید ورته ځواب ووایي؛ خو ځینې نورې څرګندونې یې د هر افغان د غبرګون غوښتنه کوي.”
نوموړي د پاکستان د دفاع وزارت د پخوانۍ سلاکارې، ماریا سلطان ماریا سلطان هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې افغانستان به په راتلونکو سیمهییزو بدلونونو کې خپله جغرافیه له لاسه ورکړي او یا دا چې افغان ملي هویت په نامه څه نهشته.
د خُرم په وینا، افغانستان یو تاریخي هېواد دی چې د پېړیو په اوږدو کې رامنځته شوی او پیاوړی شوی؛ نه داسې یو مصنوعي جوړښت لکه پاکستان چې د سیاسي پرېکړو پربنسټ رامنځته شوی دی.
هغه زیاتوي، پاکستان په وروستیو کې د افغانستان پر وړاندې تهاجمي دریځ خپل کړی، د پوځي بریدونو، د افغان کډوالو ايستلو او د افغانستان د تاریخي او فرهنګي میراث د غلا هڅې یې د همدې سیاست برخه دي.
هغه ویل، د سلطان تحلیلونه د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) له دریځونو سرچینه اخلي او د روان تبلیغاتي فشار یوه برخه ده.
دې پخواني افغان چارواکي ویلي، پاکستان باید درک کړي چې افغان هویت او افغان ملتپالنه یو تاریخي حقیقت دی او د تکراري تبلیغاتو له لارې نهشي لهمنځه تلای.
هغه ټینګار وکړ، چې د افغان نوم او هویت په اړه د پاکستان اندېښنه د دغه هېواد د کورنۍ ناامنۍ او بېباورۍ څرګندونه کوي.
نوموړي د ماریا سلطان ځینې څرګندونې، په ځانګړي ډول د “سایکس پیکو” تړون او “وستفالیا” معاهدې په اړه “ناسمې او نامسلکي” وبللې او ویلي یې دي چې دغه ډول څرګندونې د یوه خپلواک څېړنیز تحلیل پرځای د ورکړل شویو دریځونو تکرار ښکاري.