مقاومت جبهې پر پاکستان د طالبانو هوايي بریدونه وغانده

3 Min Read

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې پر پاکستان د طالبانو هوايي بریدونه وغندل.

د دې جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول، علي میثم نظري، وایي، هغه افغانستان چې د طالبانو تر ولکې لاندې دی، نه د افغانستان د خلکو په ګټه دی او نه هم د سیمې د امنیت او ثبات په ګټه.

نظري په اېکس کې ټینګار کړی چې د افغانستان د شتون فلسفه باید د یوه بې‌طرفه، باثباته او رغنده دولت پر بنسټ ولاړه وي؛ داسې یو مرکز چې د سوداګرۍ، امنیت او هوساینې لپاره مناسب وي او په هغه کې سیمه او نړیواله ټولنه دواړه د یوه آزاد او سوله‌ییز افغانستان تر سیوري لاندې د امنیت او ارامۍ احساس وکړي.

هغه د افغانستان له دیموکراتیکو مخالفینو او د سیمې له اړوندو لورو وغوښتل چې جدي خبرو اترو ته داخل شي او ګډ تفاهم ته ورسېږي.

د ملي مقاومت جبهې دې چارواکي ټینګار وکړ چې د اوسني مسیر دوام به د افغانستان د راتلونکي لپاره د یوه هېواد په توګه وجودي ګواښ وي.

د طالبانو د دفاع وزارت د غبرګولي په ۲۹مه اعلان وکړ چې د هوايي بریدونو په ترسره کولو سره یې د پاکستان د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په دوو ایالتونو کې د داعش ډلې اړوند مرکزونه په نښه کړي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي: “له دې وروسته به افغانستان د خپل امنیت او ثبات پر ضد هېڅ ډول ګواښ او خطر ته فرصت ورنه کړي او د ټولو امکاناتو په کارولو سره به یې په نطفه کې له منځه یوسي.”

پاکستان د طالبانو هغه ادعا رد کړې چې ګواکې پر دغه هېواد د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه شوي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د حقایقو د ارزونې څانګې ویلي دي چې: “د ترهګرو روزنیز مرکزونه، د داعش د مرکزونو په ګډون او له دوو لسیزو څخه د زیاتو نورو ترهګرو سازمانونو اډې، په حقیقت کې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان په سیمو کې شتون لري او له هماغه ځایه اداره او ملاتړ کېږي.”

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د پوځ د ځانګړو ځواکونو وروستي قوماندان، جنرال سمیع سادات هم پر پاکستان د طالبانو د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه د کړکېچ بې‌پروا زیاتوالی بللي او غندلي دي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply