مایکل کوپر: امریکا په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو فعالیتونه څاري

2 Min Read

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سېنټکام قوماندان، ادمیرال مایکل کوپر د امریکا د سنا وسله‌والو ځواکونو کمېټې غونډې ته ویلي، افغانستان لا هم د هغه هېوادونو په سر کې دی چې دوی په‌کې د وسله‌والو ډلو فعالیتونه څاري.

هغه وویل: “افغانستان زموږ د ترهګرۍ ضد څار د تدابیرو په سر کې ځای لري. موږ د سیمې له هېوادونو سره د بېلابېلو همکاریو له لارې د ګواښونو د مخنیوي هڅه کوو او وضعیت په ډېرې ځیرنې سره څارو.”

کوپر ټینګار وکړ چې سېنټکام افغانستان له پامه نه غورځوي او د دغه هېواد د امنیتي تحولاتو دوامداره څارنه یې د کار له لومړیتوبونو څخه ده او په وینا یې د همکاریو اوسني چوکاټ د ګواښونو په مهارولو کې مرسته کړې او دغه بهیر به دوام ولري.

هغه  دغه څرګندونې داسې مهال  وکړې چې همدا پرون روسیې هم په افغانستان کې د زرګونه وسله‌والو پر فعالیتونو اندېښنه وښوده.

د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو ویلي، او‌سمهال په افغانستان کې تر ۲۰ د ډېرو ډلو له ۱۸ تر ۲۳زره پورې وسله‌وال فعالیت کوي.

شویګو وویل، د شانګهای همکاریو سازمان غړو هېوادونو لپاره د افغانستان وضعیت ته پاملرنه ځانګړی اهمیت لري.

شویګو د شانګهای همکاریو سازمان د منشیانو په ۲۱مه غونډه کې له افغانستان نه د راولاړېدونکو ترهګریزو ګواښونو او د نشه‌يي توکو د قاچاق پرضد مبارزې ټینګار وکړ.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې په افغانستان کې د ترهګرو شتون رد کړی دی.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply