د افغانستان د پخواني جمهوري نظام کې د ولسمشر حامد کرزي د دفتر ریییس، کریم خُرم په هرات کې د وسلهوالو طالبانو لخوا د لسګونه ښځو پر نیونه خواشیني وښوده او دا د اسلام او افغاني کلتور خلاف کړنه بولي.
هغه وايي، په اسلام او افغاني کلتور کې د ښځو قدر او عزت یو ضرروي او مهم عنصر بلل کېږي.
خُرم پر خپل ایکسپاڼه لیکلي: “زموږ په کلتور او دین دواړو کې د مېرمنو قدر او عزت ضروري او مهم عنصر دی، که دا خبره رښتیا وي، ډېر د تاسف ځای دی. امېد دی نه یوازې دا خویندې په عزت سره آزادې شي، بلکې په راتلونکې کې د داسې کړنو مخنیوی وشي.”
ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما په هرات کې د حجاب نه رعایتولو په تور د ګڼو ښځو پر نیولو او توقیف کولو هم اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې د طالبانو دا اقدام د بشري حقونو په برخه کې جدي اندېښنې راپیدا کوي.
یوناما پر طالبانو غږ کړی چې د ښځو پر وړاندې له داسې اقداماتو ډډه وکړي او په وینا یې چې ټول نارینه او ښځې د قانون پر وړاندې د مساوي حقونو او برابرۍ مستحق دي او باید د هغوی بنسټیزې ازادۍ تر پښو لاندې نه شي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له څو ورځو راهیسې په هرات کې د حجاب په پلمه د ښځو نیول پیل کړي او عیني شاهدان وايي چې یادې ډلې په هرات ښار او انجیل ولسوالۍ کې یو شمېر ښځې نیولې او له ځان سره وړې دي.
اخوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د طالبانو لخوا په هرات کې د بې حجابۍ په پلمه د ښځو نیولو او ځورولو ته غبرګون ښودلی او وايي، د طالبانو یاد اقدام نه له اسلامي اصولو سره او نه هم د افغانستان له کلتور سره اړخ لګوي.
فایق ویلي، په هرات کې د بې حجابۍ په پلمه د ښځو نیول او ځورول د طالبانو د هغې سیستماتیکې پالیسۍ برخه ده چې موخه یې له ټولنې د ښځو حذفول، د هغوی د اساسي ازادیو سلبول او د انساني کرامت تر پښو لاندې کول دي.