امرالله صالح: د سولې بهیر د رژیم د بدلون لپاره یو جعلي نوم و

3 Min Read

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، له طالبانو سره د سولې په نوم بهیر په اصل کې د افغانستان د جمهوري نظام د کمزوري کولو او ړنګولو لپاره طرحه شوی و.

امرالله صالح پر ایکس پاڼه لیکلي: “له ۲۰۱۸ کال وروسته د امریکا او لوېدیځو هېوادونو له لوري د جمهوریت د شاوخوا ۳۰۰ زره کسانو لپاره لوېدیځ ته د انتقال او ویزو ژمنو، د دوحې د پروسې او پراخو تبلیغاتو داسې فضا رامنځته کړه چې د جمهوریت دننه یې د سیاسي جوړجاړي پر وړاندې باورونه بدل کړل. د سولې بهیر د رژیم د بدلون لپاره یو جعلي نوم و.”

هغه وویل، د تبلیغاتو په ترڅ کې ولسمشر محمد اشرف غني او دی د سولې پر وړاندې د خنډونو په توګه معرفي شول څو د ده په وینا، په خلکو کې دا تصور رامنځته شي چې له طالبانو سره د جوړجاړي بیه باید د جمهوریت د مشرانو له قربانۍ سره ورکړل شي.

امرالله صالح زیاتوي، يوشمېر رسنیو د جمهوریت پرضد تبلیغات کول او د طالبانو د بریدونو او ښاري ترورونو مسوولیت یې کم رنګه ښوده.

صالح زیاته کړه: “د تبلیغاتو ستره او پراخه څپه پیل شوه. سپانسرشویو رسنیو خپل وجدان په کرایه ورکړی و او هغه ګردي مېزونه چې تر ډېره د جمهوریت او ارګ پر ضد وو، تر ټولو زیات عاید یې لاره. په بل عبارت، هر هغه څوک چې د جمهوریت منتقد وو، د لوېدیځو هېوادونو د ویزو مستحق ګڼل کېدل.”

نوموړي د طالبانو لپاره د نړیوالو مرستو په اړه هم وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې طالبانو ته ۱۷ میلیارد ډالر ورکړل شوي او زیاته یې کړه: “که د دې پیسو لس سلنه هم د طالبانو پر ضد د مبارزې د پیاوړتیا لپاره لګول شوې وای، په یقین سره به هېڅوک له افغانستانه نه وای وتلي او جمهوریت په ولاړ و.”

امرالله صالح وايي، د افغانستان د جمهوریت د سقوط د فساد له امله د رامنځته کېدو روایت د دغې پروسې د توجیه لپاره وروسته وړاندې شو او په خبره یې، د جمهوري نظام د اصلاح او واک د وېش لپاره د بدلون وړتیا لرله، خو د ده په باور، اصلي هدف د نظام اصلاح نه، بلکې طالبانو ته د افغانستان سپارل وو.

صالح ویلي، د دې بهیر د نورو اړخونو او د افغانستان طالبانو ته د سپارلو د اصلي موخه په اړه به په راتلونکې کې نور جزییات وړاندې کړي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply