د وسلهوالو طالبانو رییس الوزرا وايي، افغانستان له اقتصادي، نظامي او سیاسي پلوه خپلواک دی.
ملا محمد حسن اخوند په کابل کې یوه سیمینار ته د وینا پر مهال ویلي، افغانستان هغه مهال له خپل ستراتېژیک موقعیت څخه استفاده کولای شي چې فرصتونه او ننګونې یې تشخیص کړل شي.
هغه یوځل بیا د سرتاسري امنیت ادعا کړې او وايي چې افغانستان اوس له هره پلوه یو خپلواک هېواد دی.
ملاحسن زیاته کړې: “دا خپلواکۍ موږ ته فرصت راکوي چې د هېواد او ولس په ګټه داسې پرېکړې وکړو چې هېواد مو له ستونزو، یرغلونو او بحرانونو څخه خوندي او د تلپاتې سولې او پرمختګ پر لور روان کړو.”
د وسلهوالو طالبانو رییس الوزرا وايي، افغانستان د سیمهییز اتصال، سوداګرۍ، ټرانزیټ، انرژۍ او پانګونې په برخه کې پراخ فرصتونه لري.
هغه ټینګار کړی چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د انرژۍ د لېږد د پروژو پرمختګ کولای شي افغانستان د سیمهییزو همکاریو په یوه مهم محور بدل کړي.
د وسلهوالو طالبانو د رییس الوزرا په پیغام کې له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د متقابل احترام، ښه ګاونډیتوب، اقتصادي همکارۍ او متوازنو اړیکو د پراختیا پر سیاست ټینګار شوی او ویلي یې دي چې ګاونډي او د سیمې هېوادونه دې له افغانستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې نورې هم پراخې کړي.
ملاحسن اخوند داسې مهال افغانستان له نظامي اړخه خپلواک بولي چې همدا څو ورځې مخکې پاکستان د افغانستان پر کونړ، پکتیا او پکتیکا بمباري وکړه، خو د دوی وسلهوالو ورته ننداره کوله.
د سیاسي اړخه هم روسیه یوازېنی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی او تراوسه کوم بل هېواد د ورته اقدام غوښتونکی نهدی.
او له اقتصادي اړخه هم افغانستان دا مهال له خورا جدي ننګونو سره مخ دی او د نړیوالو بنستونو د راپورونو له مخې اوسمهال د افغانستان ډېری خلک په ناوړه اقتصادي حالت کې دي.