طالب معین: رسنۍ دې د تېرو شلو کلونو جنایتونه افشا او خپاره کړي

2 Min Read

د وسله والو طالبانو د اطلاعات او فرهنګ وزارت له رسنیو غوښته کړې چې د تېرو شلو کلونو جنایتونه افشا او خپاره کړي.

د یاد وزارت نشراتي معین، حیات الله مهاجر فراهي په پکتیا يادې څرګندونې په پکتیا کې یوې غونډې ته کړې دي.

طالبان له تېرو پنځلس ورځو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې له رسنیو، خبریالانو او سیاسي‌ شنونکو سره په پرله پسې ناستو کې غوښتنه او ټینګار کړی، د دوی تېرو پنځو کلنو لاسته راوړنې، مثبت پیغامونه او د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه خپرونې، خبرونه او مستند چمتو کړي.

مهاجر فراهي د چهارشنبې په ورځ ویلي: “هغه کسان چې لاسونه یې د خلکو په وینو ککړ دي، د هېواد شتمني یې لوټلې، بیا هم له بهره ځوانان د افغانستان ناامنۍ ته هڅوي. لا هم د تېرو دوو لسیزو ګڼ جنایتونه په بشپړ ډول خلکو ته نه دي روښانه شوي.”

هغه له رسنیو غوښتي چې د تېرو جنایتونو او د اشغال دورې د واقعیتونو په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره هڅې وکړي.

مهاجر فراهي زیاتوي: “د رسنیو او مطبوعاتو دنده یوازې دا نه ده، چې خلکو ته اطلاع رسونه وکړي، رسنۍ باید حقایق خلکو ته ورسوي، تحقیقي راپورونه چمتو او خپاره کړي، ځوان نسل ذهنیت جوړونه وکړي او د عامه افکارو ساتنه وکړي.”

نوموړي داسې مهال له رسنیو څخه د حقایقو د روښانتیا غوښتنه کوي، خپله دغه ډله رسنیو او خبریالانو ته اجازه نه ورکوي څو پر دوی د انتقاد، فساد، نیمګړتیاوو او ورته نورو موضوعاتو اړوند خبرونه خپاره کړي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply