د امریکا ولسمشر وايي، په افغانستان کې طالبان اوس د امریکا چاپلوسي کوي.
ډونالډ ټرمپ د جي۷ سرمشریزې پر مهال په یوه خبري کنفرانس کې یوځل بیا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکه وکړه او ویې ویل چې د بایډن ادارې د وتلو پر مهال پوځي تجهیزات په افغانستان کې پرېښودل.
ټرمپ د دغو خبرو پر مهال د طالبانو په اړه وویل چې “افغانستان (طالبان) زموږ چاپلوسي کوي.”
د هغه په خبره، د بایډن اداره له هېڅ ډول فشار پرته له افغانستان څخه ووته، خو د هغه په وینا، دا وتل باید په ارامۍ او له بېړې پرته ترسره شوی وای.
ټرمپ وايي: “ما هم له افغانستان څخه د وتلو پلان درلود. موږ غوښتل په عزت او ویاړ سره ووځو او سل په سلو کې ټول تجهیزات له ځان سره وباسو. آن تر دې چې خېمې مې هم راټولولې، خو وروسته دوی (طالبان) واک ته ورسېدل او هر څه یې هلته پرېښودل.”
هغه په ډاګه کړه چې ښایي په افغانستان کې پرېښودل شوي امریکايي تجهیزات بېرته ترلاسه کړي.
ټرمپ وویل: “کېدای شي هغه ټول تجهیزات بېرته ترلاسه کړم. اوس موضوع تر ډېره سمبولیک اړخ لري، ځکه هغه وسایل اوس یو څه زاړه شوي دي، خو ښايي ټول بېرته واخلو”.
ټرمپ تر دې وړاندې هم څو ځله په افغانستان کې د امریکايي پوځي تجهیزاتو د پاتې کېدو موضوع راپورته کړې او د بایډن اداره یې د ۲۰۲۱م کال د وتلو د بهیر په اړه تر سختو نیوکو لاندې نیولې ده.
وسلهوالو طالبانو د ټرمپ د دغو تازه څرګندونو په تړاو تر اوسه څه غبرګون نهدی ښودلی، خو تر دې مخکې یې د امریکا په ګډون له لوېدیځوالو سره د اړیکو پر عادي کېدو ټينګار کړی دی.