طالب پلوې رسنۍ، المرصاد خبر ورکړی چې نامعلومو وسلهوالو د خیبر پښتونخوا په قمبرخېلو کې د داعش خراسان څانګې پر څو پوستونو مرګوني بریدونه کړې دي.
دغه رسنۍ وایي، دا بریدونه نن ترسره شوي، خو د تلفاتو او زیانونو دقیق شمېر لا نه دی معلوم.
دغه بریدونه له هغو هوایي بریدونو وروسته شوې چې د طالبانو حکومت هوايي ځواکونو د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې د داعش پر پټنځایونو ترسره کړي وو.
المرصاد د پېښې په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي او تر اوسه هېڅ ډلې یا فرد د دغه برید مسولیت نه دی منلی. پاکستاني چارواکو هم تر دې دمه د برید پخلی نه دی کړی.
خو پاکستانیو چارواکو د تېرې ورځې د بریدو په اړه د طالبانو ادعا ناسمه او هغه یې تبلیغاتي بللې وه.
ورته مهال د امریکايي استخباراتو یا سيآیاې پخوانۍ مامورې، سارا اډمز ویلي، د داعش پرضد د طالبانو عملیات واقعیت نهلري.
هغې ادعا کړې چې د داعش پر ضد د ترسره شوو عملیاتو په اړه راپورونه د کره شواهدو پرځای د نا تایید شویو ادعاوو پر خپرېدو ولاړ دي او په وینا یې چې دا ډول روایتونه باید له خپلواکې څېړنې پرته د واقعیت په توګه ونه منل شي.
سارا اډمز په یوه وروستۍ لیکنه کې ویلي چې د طالبانو له لوري د داعش-خراسان پر ضد د عملیاتو په اړه خپرې شوې ادعاوې د ځمکنیو شواهدو له مخې نه تاییدېږي.
نوموړې ادعا کړې چې د ۲۰۲۶ کال د جون په ۱۸مه طالبانو ویلي وو چې په پاکستان کې یې د داعش-خراسان اهداف په نښه کړي، خو په وینا یې ځینې نړیوالو رسنیو دا ادعاوې له کره څېړنې پرته خپرې کړې.