د طالبانو پرضد جنګېدونکې مخالفه ډله او د تېر جمهوري نظام د لوړپوړي نظامي چارواکي، جنرال سمېع سادات په مشرۍ د افغانستان متحده جبهه وايي، د روان میلادي کال د تېرې اګست په میاشت کې یې د افغانستان په ۱۵ ولايتونو کې د طالبانو پرضد ۴۳ عمليات ترسره کړي چې په کې یې ۷۴ طالبان وژلي او ۳۵ نور ټپيان کړې دي.
دغې جبهې په خپل اېکسپاڼه د یوې نقشې په خپرولو سره وويل، د اګست د لومړۍ نېټې څخه تر ۳۱مې نېټې پورې یې په ۱۵ ولايتونو کې ټول ۴۳ عملیات ترسره کړې دي.
د افغانستان متحده جبهه وايي، یاد عمليات د بدخشان، تخار، بغلان، بلخ، کونړ، ننګرهار، پروان، کابل، پکتيا، پکتيکا، کندهار، هلمند، غور، بادغېس او فارياب په ولايتونو کې ترسره کړل شوې دي.
د طالبانو حکومت تراوسه د متحدې جبهې ادعا ته کوم غبرګون نه دی ويلی.
نوموړې جبهې زياته کړې: “افغانان له مونږ غواړي چې د طالبانو ظالم رژیم له پښو وغورځوو. موږ به د دغه رژیم تر پرځېدو او د خلکو حاکمیت ته تر بېرته راستنېدو پورې له هېڅ ډول قربانۍ ډډه ونه کړو.“
د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې د اګست په لومړۍ نېټه ويلي وو چې دې جبهې د طالبانو پر ضد له کندهاره وسلهوال فعالیتونه پیل کړي دي.