د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، اسلاماباد د اختلافاتو د حل لپاره د طالبانو لخوا د وړاندیز شوي دوهاړخیز مېکانیزم جوړولو ته چمتو دی.
خو د یاد وزارت ویاند، طاهر انداربي وویل، طالبان باید د ټيټيپي او بلوچستان ازادۍ غوښتونکي پوځ خلاف عملي ګامونه پورته کړي.
نوموړي دا څرګندونې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر، سراجالدین حقانی د هغې غوښتنې په ځواب کې وکړې چې د امنیتي اندېښنو د همغږۍ لپاره یې د دواړو خواوو د کمېټو جوړولو وړاندیز کړی و.
هغه وویل: “پاکستان د افغانستان د سرپرست حکومت او کورنیو چارو وزیر وړاندیز تر پام لاندې نیولی دی. مونږ اوس هم د حکومتونو په کچه خبرو اترو ته چمتو یو.”
حقاني ډاډ ورکړی چې که پاکستان شواهد وړاندې کړي طالبان اقدام ته چمتو دي او د درېیمګړو پر ځای مستقیمو خبرو ته لومړیتوب ورکوي.
خو اندرابي زیاتوي چې د اسلاماباد چمتووالی یوازې پر ادعاوو نه، بلکې د طالبانو پر ملموسو اقداماتو پورې تړلی او په وینا یې کابل باید د دوحې تړون په ګډون پر خپلو نړیوالو ژمنو عمل وکړي او ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف نه کارول کېږي.
د طالبانو او پاکستان اړیکې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته د وسله والو د فعالیت پر سر کړکېچنې شوې دي.
پاکستان په ځلونو ادعا کړې چې ټيټيپي له افغان خاورې ګټه اخلي، خو طالبان دا ادعاوې ردوي او دغه راز دا تاوتریخوالی د پاکستان د هوایي بریدونو او د طالبانو د نظامي غبرګونونو لامل شوی هم دی.
د یوناما شمېرې ښیي چې د ۲۰۲۵م کال له پای راهیسې په افغان خاوره د پاکستان په هوایي بریدونو کې په سلګونو ملکی وژل شوي دي.