دلاور: هبت‌الله د نجونو ‌زده‌کړې ځنډولي، هیڅوک څه نه‌شي‌ ویلی

2 Min Read

د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال په قطر کې د وسله‌والو طالبانو د مرکچي پلاوي غړی او اوسمهال د دې ډلې تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر، شهاب‌الدین دلاور وايي، تر امرثاني د نجونو د زده‌کړو بهیر ځنډولو امر هبت‌الله اخندزاده کړی او هیڅوک یې په مقابل کې څه نه‌شي‌ ویلی.

دلاور وايي، نه غواړي‌ د نجونو د زده‌کړو به اړه بحث وکړي، خو په خبره یې، دا کلتوري او اسلامي‌ بحث دی.

هغه له طلوع‌نیوز سره په مرکه کې وویل: موږ امیر لرو، هغه عالم دی او تر امرثاني یې امر کړی په مقابل کې یې نه زه، نه تاسو او نه ملت څه ویلی شي، هغه په دې ټولو تر هر چا ښه پوهېږي. که د امیر په وړاندې چیغې ووهو، لکه په مزار کې چې عطامحمد نور، په هرات کې اسماعیل خان، په جوزجان کې دوستم او نورو سیمو کې به واک دارانو چیغې وهلې دغه ګډوډۍ رامنځته کېږي.”

شهاب‌الدین دلاور زیاته کړه، د زده‌کړو موضوع یوازې تر امرثانې یاده شوې او په بشپړه توګه بندیز نه‌دی یاد شوی او وايي: “امیر د تعلیم په اړه د امرثاني خبره کړې ده. هغه په خپله حالاتو ته ګوري‌، د افغانستان کلتور ته ګوري، خلکو ته ګوري. بندوالی نه‌دی راغلی تر امرثاني دی.“

د دلارو په وینا، امریکا او نور هېوادونه اوسمهال یوازې د زده‌کړو موضوع پلمه کوي او ځینې وختونه یې د فشار په توګه کاروي.

طالبانو د ۲۰۲۲م کال په مارچ کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو منځنۍ زده‌کړې ودرولې او د همدې کال په ډسمبر کې یې ښځې او نجونې له پوهنتون څخه هم منع کړې.

دمګړۍ افغانستان اوس د نړۍ یوازېنی هېواد بلل کېږي چې نجونې او ښځې په‌کې له منځنۍ او لوړو زده‌کړو په رسمي ډول منع دي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply