د ملګرو ملتونو په جینوا کې د افغانستان دایمي استازي د یوه ۲۷ کلن افغان انجینر شمس مړینه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ژور ټولنیز او بشري بحران نښه بللې او ویلي یې دي چې هېواد له یوې خاموشې انساني فاجعې سره مخ دی.
نصیر احمد اندېشه پر ایکس لیکلي، شمس چې د راپورونو له مخې یې د انجینرۍ او کمپیوټرپوهنې په برخو کې زدهکړې کړې وې، د بېکارۍ او فقر پر وړاندې له اعتراض وروسته د ځانوژنې هڅه او وروسته یې د کابل په استقلال روغتون کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړي وویل: “دا پېښه یوازې یوه حادثه یا شخصي غمیزه نه ده، بلکې په افغانستان کې د یوه ژور ټولنیز بحران نښه ده چې طالبانو نیولی دی.”
نصیر احمد اندېشه د دغه ځوان د مړینې پر وړاندې د ټولنې چوپتیا ته په اشارې ویلي چې دا سکوت د افغانستان د اوسني وضعیت تریخ انځور وړاندې کوي.
د اندېشه په خبره: “هغه ټولنه چې روح یې ترې اخیستل شوی وي، آن د یوه لوستي ځوان د اعتراضي مړینې پر وړاندې هم د ګډ غبرګون توان نه لري.”
اندېشه د ۲۰۱۱ کال د عربيپسرلي له پیل سره د تونسي ځوان محمد ابوعزیزي د ځانسوځونې پېښې ته په اشارې ویلي چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت له هغه وخت سره توپیر لري.
نصیر احمد اندېشه وايي، دا توپیر د خلکو د بېپروایۍ له امله نه، بلکې د جوړښتي وېرې، سیستماتیکې ځپنې، د مدني بنسټونو د ړنګېدو، د نخبهګانو د پراخې کډوالۍ او له ټولنیز ډګره د ښځو د حذف پایله ده.
اندېشه د طالبانو په اړه ویلي چې، د دوامدارې وېرې فضا یې رامنځته کړې او زیاتوي: “طالبانو هر ډول راټولېدنه، اعتراض او ان ډلهییز ماتم هم په مرګوني ګواښ بدل کړی دی.”
نصیر احمد اندېشه د سیمې له هېوادونو، نړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو غوښتي چې دې پېښې ته د خبرداري په سترګه وګوري او زیاته کړې یې ده چې فقر، بېکاري، ځپنه او ناهیلي داسې کچې ته رسېدلي چې ځینې لوستي ځوانان نور د ژوند دوام ته هېڅ لاره نه ویني.