خواجه آصف: طالبان او هند په ګډه پاکستان کې د وسله‌والو ملاتړ کوي

2 Min Read

پاکستاني چارواکي وايي، اوس باید په یووالي سره د ترهګرۍ پر وړاندې پرېکنده مبارزه وشي او ترهګرو ته ماتې ورکړل شي.

د پاکستان دفاع وزیر، خواجه آصف دغه څرګندونې د خيبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې له پرله‌پسې دوو چاودنو له رامنځته کېدو وروسته کړي دي.

هغه وايي، د تېر کال له ماتې وروسته، افغانستان هم له هند سره یوځای د پاکستان په خاوره کې په ترهګریز پېښو کې ښکېل دی او همداراز یې وویل چې دغه دوه هېوادونه په پاکستان کې له وسله‌والو ډلو ملاتړ کوي.

د شنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا له بنو ښار څخه شاوخوا ۴۰ کیلومتره لرې د برغنتو اړوند د احمدزي پولیس حوزې په سیمه کې په دوو پرلپسې چاودنو کې ۷ کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

پاکستان له اوږدې مودې راهيسې ادعا کوي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، په پاکستان کې د نا امنیو او ترهګریزو پېښو ګراف لوړ شوی او د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاريږي.

خو په افغانستان کې  واکمنو طالبانو تل د پاکستان دغه ډول تورونه او ادعاوې په کلکه رد کړي او ویلي یې دي چې په پاکستان کې نا امني د دغه هېواد کورنۍ مسئله ده او په وار وار یې ډاډ ورکړی، هېچاته اجازه نه‌ورکوي چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply