د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: طالبان اوس یوه مشخصه نړیواله ترهګره ډله پېژندل کېږي

3 Min Read

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، طالبان اوس یوه مشخصه نړیواله ترهګره ډله پېژندل کېږي او د ناعادلانه نیونو ملاتړی حکومت دی.

یاد وزارت یادې څرګندونې په کابل کې د امریکا د سفارت د بیا پرانیستلو او په افغانستان کې د پانګوونې په اړه د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو د وزیر، امیرخان متقي غوښتنې ته په غبرګون کې کړې دي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت وویل: “طالبانو د خپلو اعمالو له لارې څرګنده کړې چې د سیمې د سولې او ثبات په ساتلو کې رغنده رول لوبولو ته لېواله نه دي. اجازه به ورنه کړو چې د امریکا د مالیه ورکوونکو پېسې د طالبان د رټل شويو اعمالو ملا وتړي. امریکا طالبان یا کوم بل بنسټ د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت پېژندلی نه دی. متحده ایالتونه به له طالبانو سره یوازې هغه وخت خبرې وکړي چې د امریکا خلکو په ګټه وي.”

طالبان داسې مهال له متحدو ایالتونو سره د دیپلوماتیکو اړیکو غوښتنه کوي، چې حکومت یې له روسیې پرته بل هېواد په رسمیت نه پېژني، طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵مه نېټه بیا په افغانستان کې واکمن شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي: “دا د متحدو ایالتونو او نړۍ په ګټه ده چې یو داسې افغانستان وویني چې بیا هیڅکله ترهګرو ته پناه ورنه کړي، خپلو نړیوالو مکلفیتونو ته غاړه کېږدي او د ورانکارۍ پر ځای، د سیمې په ثبات کې خپله خالصه ونډه ولري.”

د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې: “د بایډن حکومت په مهال له افغانستان څخه له ګډوډو وتلو راهیسې، طالبان په دوامداره توګه د هغه هېواد د ثبات په ښه کولو کې ناکام دي.”

دغه وزارت ویلي دي: “هغوی د دوحې د تړون په اساس، د ترهګرۍ سره په مبارزې کې د خپلو ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغلي او د افراطي فرمانونو په صادرولو سره یې د نړۍ ځینې خورا ظالمانه شرایط رامنځته کړي دي، په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو لپاره.”

تر دې مخکې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ترهګرو ډلو، په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو، داعش د خراسان څانګې او القاعده د موجودیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه، خو طالبان وايي په افغانستان کې ترهګرې ډلې نه شته او چاته اجازه نه ورکوي چې له دې خاورې څخه دنورو په ضد کار واخلي

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply