ایټالیا کې د درېیو افغانانو د سوځېدو په تور دوه پاکستانیان نیول شوي

2 Min Read

ایټالیايي رسنۍ وايي، په دې هېواد کې د درېیو افغانانو او د یوه پاکستاني د سوځېدو په تور دوه پاکستانیان نیول شوي دي.

دوی وویل، شکمنو کسانو د سوځېدو وړ مایع موټر ته اچولې او بیا یې اور وراچولی دی.

د ایټالیا پولیسو ویلي، د دغه هېواد په سویل کې پر لوی لاس د یوه موټر د سوځولو له کبله د څلورو کرنیزو کارګرانو د مړینې په تړاو یې دوه کسان نیولي دي.

د ایټالیا دولتي تلوېزیون آراې‌آی راپور ورکړی چې قربانیان یو پاکستانی او درې افغانان دي.

د راپور له مخې، نیول شوي دوه کسان هم د پاکستان وګړي دي.

دا پېښه د ایټالیا د سویلي کالابریا ولایت د آمنډولارا سیمې د تېلو په یوه پمپ کې رامنځته شوې ده.

د امنیتي کمرو هغه انځورونه، چې ایټالیايي رسنیو خپاره کړي ښيي چې شکمنو کسانو د سوځېدو وړ مایع موټر ته اچولې او بیا یې اور وراچولی دی.

ویل کېږي، یو شکمن هڅه کوله د موټر دروازې تړلې وساتي، په داسې حال کې چې اور لګېدلی و او د موټر یوه بله سپرلۍ، چې افغان و، پر تېښته بریالی شوی او د سوځېدو د ټپونو له کبله روغتون ته لېږدول شوی دی.

د کاستروویلیاري ښار څارنوال السانډرو ډالسیو تائید کړې چې د څلورو کسانو جسدونه د دوشنبې پر ورځ د موټر دننه موندل شوي او د دې پېښې په تړاو دوه شکمن کسان نیول شوي دي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply