طالبان: د افغانستان په اړه ارزونې باید د واقعیتونو په رڼا کې وشي

1 Min Read

د وسله‌والو طالبانو رژیم وايي، د افغانستان په اړه د سیمه ییزو همکاریو او ګډو نظرونو هرکلی کوي او ټینګار یې کړی چې د هېواد په اړه ارزونې باید د شته واقعیتونو پر بنسټ وشي.

د دې رژیم د ویاند مرستیال حمدالله فطرت افغانستان د سیمې د ثبات، نښلېدنې او اقتصادي همکاریو مهم محور بللی دی.

هغه وویل، هیله لري ټول هېوادونه له افغانستان سره خپلې اړیکې د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ مخته یوسي.

نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان په اړه هر ډول ارزونې باید د اوسني وضعیت او موجوده واقعیتونو په رڼا کې وشي.

فطرت دا څرګندونې داسې مهال کړي چې په هرات ولایت کې پر ښځو د محدودیتونو په اړه د طالبانو وروستیو پرېکړو پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.

د بشري حقونو یوشمېر بنسټونو او نړیوالو فعالانو د طالبانو دغه اقدامات د ښځو د حقونو د محدودولو په توګه نقد کړي او د زیاتېدونکو بندیزونو په اړه یې اندېښنه ښودلې ده.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply