لسګونو افغان دیني عالمانو د طالبانو پر ضد د جګړې فتوا ورکړه

3 Min Read

د طالبانو مخالفه ډله، د افغانستان متحده جبهه وايي، د افغانستان له بېلابېلو سیمو  لږ تر لږه ۱۸۰ دیني عالمانو د یوې فتوا په صادرولو له دې جبهې غوښتي چې د طالبانو پر ضد پوځي عملیات ترسره کړي.

د جبهې په وینا، دیني عالمانو او د دیني علومو څېړونکو دا فتوا په کابل کې په یوه غونډه کې صادره کړې ده.

د افغانستان متحدې جبهې په یوه اعلامیه کې لیکلي چې دغه فتوا د یوشمېر دیني عالمانو، اسلامي پوهانو او د تفسیر، اصول دین، حدیث، فقهې، سیرت، عقیدې او نورو اړوندو دیني علومو د څېړونکو لخوا صادره شوې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې دغه فتوا د علماوو د یوه مرکز لخوا صادره شوې چې په ۱۳۹۴ کال کې د دین او اسلامي شریعت د روښانه قرائت د وړاندې کولو په موخه جوړ شوی و.

د متحدې جبهې د اعلامیې له مخې، دیني عالمانو په یوه جلا لیک کې دې جبهې ته ویلي چې افغانستان د طاغوت لخوا اشغال شوی او د هېواد د وګړو له دې حالت څخه خلاصول یوه دیني رسالت دی.

دغو دیني عالمانو له آزادۍ جبهې څخه هم غوښتي چې توره راوباسي او خلک د دې طاغوت له شر څخه آزاد کړي.

د افغانستان متحدې جبهې لیکلي چې د دیني علماوو دغه مرکز څه باندې یوه لسیزه وړاندې د خرافاتو، ابتذال، دیني بدعتونو، مذهبي اختلافاتو د مخنیوي او د اسلامي احکامو د روښانه قرائت د وړاندې کولو په موخه جوړ شوی و.

د متحدې جبهې په اعلامیه کې د علماوو د مرکز له قوله راغلي چې دغه فتوا په ټول افغانستان کې د ټولو دیني عالمانو په استازیتوب صادره شوې ده.

د افغانستان متحدې جبهې اعلان کړی چې د دغو دیني عالمانو غوښتنې ته یې مثبت ځواب ورکړی او د طالبانو پر ضد د پوځي مبارزې پر خپل تعهد یې ټینګار کړی دی.

دې جبهې د طالبانو پر ضد پوځي عملیات دیني فریضه بللې او ټینګار یې کړی چې د طالبانو د ادارې تر نسکورېدو پورې به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

د افغانستان متحدې جبهې، چې مشري یې د پخواني پوځ جنرال سمیع سادات کوي، د اسد میاشتې په لومړیو کې اعلان وکړ چې د طالبانو پر ضد یې پوځي عملیات پیل کړي دي.

دې جبهې په تېرو اوونیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد د ګڼو بریدونو خبر ورکړی دی.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply