لورل میلر: افغانستان د امریکا د بهرني سیاست له لومړیتوبونو ووت

3 Min Read

پخوانۍ امریکايي ډېپلوماټه، لورل میلر په یوه پوډکاسټ کې ويلي، امریکا د دوو لسیزو لپاره په افغانستان کې پراخ بشري او مالي امکانات ولګول، د افغانستان د مخکیني حکومت ملاتړ یې وکړ، امنیتي ځواکونه یې جوړ کړل او د ترهګرۍ په وړاندې یې عملیات ترسره کړل، خو د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان په چټکۍ سره د واشنګټن د بهرني سیاست له لومړیتوبونو څخه ووت.

هغې ټینګار کړی چې د افغانستان د جګړې هېرېدو، په دې هېواد کې د امریکا د دوو لسیزو د حضور د پرېکړو او تېروتنو ارزونه ستونزمنه کړې ده.

د هغې په باور د امریکا د سیاست دا ناڅاپي بدلون د واشنګټن د ستراتیژیکو پرېکړو په اړه مهمې پوښتنې راپورته کوي.

میلر زیاتوي: “ښايي د افغانستان ګواښ تر خپل واقعي اندازې لوی ښودل شوی وي، ښايي د امریکا د ترهګرۍ په وړاندې عملیاتو له وتلو مخکې خپل اصلي موخې ترلاسه کړي وي، یا ښايي د مخکیني حکومت څخه د نامحدود ملاتړ دوام نور ستراتیژیک توجیه نه درلوده.”

میلر افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو له پلوه د نړۍ تر ټولو ځپونکی هېواد یاد کړ. هغې وویل، طالبانو ښځې له زده‌کړو، کار او د عامه ژوند له ډېرو برخو څخه ایستلې او خبرداری ورکوي چې له زده‌کړو څخه د ښځو د محرومیت دوام به افغانستان په راتلونکو کلونو کې د ډاکټرانو او ښځینه مسلکي کارکوونکو له کمښت سره مخ کړي.

میلر وايي، د امریکا له مهمو او برخلیک ټاکونکو پرېکړو څخه یوه په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو نسکورول او وروسته د یوه نوي حکومت د جوړولو مسولیت پر غاړه اخیستل وو. د هغې په باور واشنګټن کولای شول خپل پوځي عملیات یوازې پر القاعده متمرکز کړي وی.

هغې له پاکستان سره د واشنګټن سیاست هم غیرواقعي بللی او وايي: “د امریکا تمه دا وه چې پاکستان به خپلې ستراتیژیکې ګټې بدلې کړي او په افغانستان کې به د واشنګټن له سیاست سره همغږی شي. په مخکیني حکومت کې پراخ فساد هم د امریکا تر ملاتړ لاندې نظام مشروعیت کمزوری کړ.”

میلر زیاتوي، د دوحې هوکړه تر ډېره د طالبانو په ګټه وه او د اشرف غني حکومت یې کمزوری کړ. واشنګټن د وتلو بهیر تر ډېره له طالبانو سره همغږی کړ، خو مخکینی حکومت یې د احتمالي سقوط لپاره چمتو نه کړ.

میلر د امریکا له لوري د طالبانو په رسمیت پېژندلو امکان کم بولي، خو د ګډو ګټو پر سر محدوده همکاري ممکنه ګڼي. هغه وايي، د اوسني وضعیت دوام تر ټولو احتمالي سناریو ده.

هغه زیاتوي: “په دې حالت کې به طالبان خپل واک وساتي، خو افغانستان به لا هم بېوزلی، له لوږې سره مخ او کمزوری پاتې شي. د طالبانو په مشرتابه کې بدلون ښايي د تحول لپاره زمینه برابره کړي، خو هېڅ تضمین نشته چې د هبت‌الله ځایناستی به نرمه او معتدله تګلاره غوره کړي.”

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply